نیوزیلینډ د هند څخه د تېري لړۍ غچ واخیست!

د هندوستان او نیوزیلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د نیوزیلینډ په کوربتوب د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه ئې لومړۍ او دوهمه یو ورځنۍ لوبه دواړي نیوزیلینډ وګټلې او لړۍ ئې د هند څخه خپله کړه.
دواړو هیوادونو د لړۍ لومړۍ لوبه د تیري چهارشنبې په ورځ ترسره کړه، چي پکښي نیوزیلینډ په ۴ ویکیټو هند له ماتي سره مخ کړ، خو دوهمه یو ورځنۍ لوبه ئې بیا نن شنبه ترسره سوه، چي په ننۍ لوبه کي بیا نیوزیلینډ ـ هندوستان ته په ۲۲ منډو توپير ماته ورکړه.

په ننۍ لوبه کي لومړی نیوزیلینډ توپوهنه وکړه. نیوزیلینډ په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره هندوستان ته د ۲۷۴ منډو هدف وټاکی.
د نیوزیلینډ لپاره کوپیټل ۷۹، ټایلر ۷۳ ناسوځېدلي، نیچولز ۴۱، جېمېسون ۲۵ او بلونډیل بیا ۲۲ منډي جوړي کړې.


د هند لپاره درې ویکیټي چاهال، دوې ویکیټي شردیل ټاګور او یوه ویکیټ بیا جدیجا وسوځوله.

خو کله چي د هندۍ لوبډلي د توپوهني وار راغی، نو ئې ونسو کړای، چي د نیوزیلینډ له لوري ورکړل سوی هدف پوره کړي.
د هند ټول لوبغاړي د لوبي په ۴۸،۳ آورونو کي د ۲۵۱ منډو په کولو سره وسوځېدل او په دې سره ئې له نیوزیلینډه په ۲۲ منډو توپير ماته وخوړه.
د هند لپاره جدیجا ۵۵، آیر ۵۲ او ساین بیا ۴۵ منډي جوړي کړې، خو نور ټول لوبغاړي ئې په کمو منډو وسوځېدل.

د نیوزیلینډ لپاره بیا په ننۍ لوبه کي بینټ، تیم سوتي، جېمېسون او ګرېنډهوم دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول، خو نیشام بیا یوه ویکیټه واخسته.

د ننۍ لوبي غوره لوبغاړی جېمېسون وټاکل سو، چي د نیوزیلینډ لپاره ئې ۲۵ منډي وکړې او د هند دوه لوبغاړي ئې وسوځول.
ټاکل سوې هند او نیوزیلینډ د لړۍ وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د راتلونکي سې شنبې په ورځ ترسره کړي.
هند پر داسي مهال نیوزیلینډ ته د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ وبایلله، چي تر دې مخکي دې دوو هیوادونو د ۵ شل آوریزه سیالیو لړۍ ترسره کړه، چي هغه ټولي لوبي هند وګټلې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ