نیوزیلینډ د هند څخه د تیرو لوبو غچ واخیست!

د هندوستان او نیوزیلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د نیوزیلینډ په کوربتوب تر شل آوریزه سیالیو وروسته نن چهارشنبه د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ پيل سوه، چي په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي کوربه نیوزیلینډ په ۴ ویکیټو میلمه هندۍ لوبډلي ته ماته ورکړه.

د یادي لوبي پچه نیوزیلینډ وګټله او هندوستان ته ئې د توپوهني بلنه ورکړه.
هندۍ لوبډلي په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره نیوزیلینډ ته د ۳۴۸ منډو هدف وټاکی.
د هند لپاره په یاده لوبه آیر ۱۰۳، کیل راهول ۸۸، ویراټ کوهلي ۵۱ او اګروال بیا ۳۲ منډي جوړي کړې.

د نیوزیلینډ لپاره بیا دوې ویکیټي تیم سوتي، خو ګرینډ هوم او سودهي بیا یوه ـ یوه ویکیټ واخیسته.
نیوزیلینډ د هند له لوري ورکړل سوی هدف د لوبي په ۴۸،۱ آورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره ئې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي هند ته په ۴ ویکیټو ماته ورکړه.
د نیوزیلینډ لپاره په ننۍ لوبه کي ټایلر ۱۰۹ ناسوځېدلي، نیچولز ۷۸، لاتهام ۶۹ او کوپیټل بیا ۳۲ منډي جوړي کړې.

د هند لپاره بیا دوه لوبغاړي کلدیپ یاداو، خو شرید ټاګور او محمد شامي بیا د نیوزیلینډ یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
د ننۍ لوبي غوره لوبغاړی نیوزیلینډی روس ټایلر وټاکل سو. هغه د خپلي لوبډلي لپاره ۱۰۹ ناسوځېدلي منډي جوړي کړې.

ټاکل سوې هند او نیوزیلینډ د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه دوهمه لوبه راتلونکې شنبه ترسره کړي.
تر دې مخکي دې دوو هیوادونو د ۵ شل آوریزه سیالیو لړۍ ترسره کړه، چي هغه ټولي لوبي هند وګټلې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




خلیلزاد: وروستی تاوتریخوالی وحشتناک و، طالبان دې دایمي اوربند وکړي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ کچه وحشتناکه ... نور ولولئ