مارچ 8, 2021

نړیوال ریکارډ؛ ۷۵ کلن فوټبالر د مصر یوه کلب سره د لوبېدو تړون لاسلیک کړ

Advertisements

د مصر هیواد د فوټبال په درېیمه درجه لیګ کي یوې لوبډلي ۷۵ کلن فوټبالر له ځان سره په تېر د ۲۰۱۹م کال اکتور میاشت کي نیولی وو او قرار داد ئې ورسره امضاء کړی وو.

دا لوبغاړی عزالدین بهادر نومیږي، وروسته له هغه به نړیوال ریکارډ جوړ کړي، چي د مصر هیواد د فوټبال په درېیمه درجه لیګ کي د ګډونوالي لوبډلي لپاره ولوبیږي.

هغه تر اوسه د یادي لوبډلي لپاره ندی لوبېدلی او که ولوبېد، نو د ایزایک هایک په نوم د یوه لوبغاړي ریکارډ به مات کړي او دا ریکارډ به خپل په نوم ثبت کړي.
ایزایک ۷۳ کلن دئ او په تېر ۲۰۱۹م کال کي د اسرائیل هیواد په یوې ځايي لوبډلي کي ولوبېد، چي تر ټولو د ډېر عمر درلودونکي لوبغاړي په توګه ئې نړیوال ریکارډ جوړ کړ او اوس هم یاد ریکارډ د ایزایک هایک سره دئ.
مصر هیواد هم خوشبین دئ، چي راتلوکي کي به ئې په درېیمه درجه لیګ کي تر ټولو ډېر عمر لرونکی لوبغاړی ولوبیږي.
د مصر هیواد د فوټبال فدراسیون له نړیوالو غوښتي، چي په ګینس کتاب کي د عزیز الدین بهادر ریکارډ ثبت کړي.

ګینس هغه کتاب دئ، چي تر ټولو مشهوره او حیرانونکي ریکارډونه پکښي ثبتیږي، خو ممکن دا کتاب هغه وخت د بهادر ریکارډ له ځان سره ثبت کړي، چي هغه تر قرارداد وروسته د مصر هیواد په درېیمه درجه لیګ کي ولوبیږي.
د مصر هیواد د فوټبال په درېمه درجه لیګ کي د عزیز الدین بهادر لوبډلي پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي((نن ورځ، مصر هیواد د فوټبال لیګ یوې لوبډلي د نړۍ تر ټولو د زوړ فوټبالر سره قرارداد امضاء کړ، عزیزالدین ۷۵ کلن دئ، چي د اکتوبر میاشتي په ۶مه نېټه ئې په درېیمه درجه لیګ کي ځان ثبت کړ، هغه د خپلي لومړۍ لوبي لپاره چمتوالی نیسي، چي نړیوال ریکارډ ئې په ګینس کتاب کي ثبت کړل سي)).

د عزیز الدین بهادر د تړون په اړه نور معلومات ندي ورکړل سوي او نه هم تراوسه د هغه د لوبېدو نېټه روښانه سوې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




برنارد شاو: هوښيارې مېرمنې واده نه کوي!

لیکوال: حنیفه مومند ، کابل - برخه : روانې سلامتي

Advertisements له برنارد شاو څخه پوښتنه وشوه! آيا هوښيارې مېرمنې د خپل خاوند لپاره ښې مېرمنې کېداى شي؟ برنارد له ځنډ وروسته وويل: هوښيارې مېرمنې هېڅکله واده نه کوي. د برنارد شاو هدف له واده ... نور ولولئ