ټاکل شوې وه پرون چهارشنبه د جون میاشتي په ۱۰مه نېټه د ۲۰۲۰م د کرکیټ نړیوال جام په اړه وروستۍ پرېکړه وشي، خو د یادي پريکړې نېټه یو ځلي بیا وځنډول شوه.
د کرکیټ شل اوریزه نړیوال جام په اړه د وروستۍ پریکړي کولو نېټه آی سي سي یا د کرکیټ نړیوالي شورا ځنډولې.
د کرکیټ نړیواله شوار وايي، د یاد جام په اړه به وروستۍ پرېکړه د رواني جون میاشتي پر ځای راتلونکې جولای میاشت کي ترسره شي.
دې شورا ویلي، چي دې حساسو شرایطو کي د خلګو او لوبغاړو ژوند ته جدي پاملرنه کول تر هر څه مهم دي او د ټولو هیوادونو د بورډونو، چارواکو او لوبغاړو سره تر مشورو وروسته به د نړیوال جام په اړه ګډه او وروستۍ پرېکړه وشي.
د ۲۰۲۰م کرکیټ نړیوال جام د آسټرالیا په کوربتوب د اکتوبر میاشتي له ۱۸مي بیا د نوومبر میاشتي تر ۱۵مي پلان شوی، خو کرونا ویروس د نامعلوم برخلیک سره مخ کړی.
آسټرالیا چي د یاد نړیوال جام کوربتوب په غاړه لري، د لوبو مسوولین یې وايي، چي دې هیواد کي حالت کرار کرار عادي بڼه غوره کوي او ممکن د کرکیټ بیا پيلیدو ته ژر زمینه برابره شي.
د دې هیواد د لوبو وزیر ریچرډ کال بېک په خپلو تازه څرګندونو کي ویلي، چي د ۲۰۲۰م د کرکیټ نړیوال جام به پر ټاکلې نېټه ترسره شي او دوی ورته پوره چمتوالی لري.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي