نړیوال جام ته څومره مناسبه لوبډله اعلان شوې؛ په دې تحلیلي لیکنه کي یې ولولئ.

سپینه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
د افغانستان کرکيټ بورډ وروسته له ډيرو ناندريو نړيوال جام ته لوبډله اعلان کړه.
د ګلبدین نائب په مشرئ ۱۵ کسيزه سکواډ چي ۳ احتياطي لوبغاړي پکښې شامل دي تر یوې جنجالي پروسې وروسته اعلان سوه.
اصغر افغان د ګلبدین نائب لوبډلمشري ومنله،لوبډله اعلان سوه او لوبغاړي د پوره تياري او چمتوالي خبر ورکوي.
د خلکو انتظار پایته ورسیدی،او د لا نورو افوهاتو او د بې ځايه خبرونو مخه ونيول سو.
کرکيټ بورډ د بل هر وخت په خلاف يوه ښه لوبډله نړيوال جام ته اعلان کړې.
د غوراوي کميتې په وينا د هر لوبغاړي انتخاب يې په ډير غور او دقت سره کړی.
د توپوهونکو برخه:

اصغر افغان،حضرت الله ځاځی،نجيب الله ځدران او محمدشهزاد هغه ګراف دی چي تل د بريدګري لوبي صلاحيت لري او د تيزو منډو جوړولو لپاره د لوبډلي مهمه برخه ده، همدې توپوهونکو ته د افغانستان په هره لوبه کي د چټکو منډو تمه ليدل کيږي.

نورعلي ځدران،رحمت شاه،حشمت الله شاهدي او سميع الله شينواری، اکثريت وخت لوبي پخپلي زمه اخيستي، لوبه یې کنټرول کړې او د لوبډلي د ميډل ارډر تر ټولو ډيره هيله له دوی څخه کيږي،که زغم ته اړتيا وي ياهم حرکت ته، همدا لوبغاړو ته هيله وي.
خو تيرو لوبو ته په کتو سميع الله شنواری ښه انتخاب نه وو،درويش رسولي نوی ځوان دی ښه تخنيک لري او پر وکيټه پاته کيدلای سي.
درویش د سميع خاليګاه ډکولای سوله او همدارنګه یې د نورو توپوهونکو سره ښه ملګرتيا او قوي بيټينګ کولای سو.
داچي تر ټيسټ وروسته يو ورځنۍ د کرکيټ اوږد فارمټ دی نو همدا ښه انتخاب دی.
تيز توپ اچوونکي:
د انګلستان پيچونه تيز دي او هلته تر نورو توپ اچوونکو تيز توپ اچوونکي ډير ښه ځليږي.
دولت ځدران اږ فتاب عالم د همدې پيچونو لپاره ښه انتخاب دی.
دا چي حميدحسن د ډير وخت راهيسي د لوبډلي څخه ليري پاته سوی وو ښه پايله به ونلري، پرځای يې شاپور ښه انتخاب وو.

شاپور تيرو لوبو کي د توپ اچووني په برخه کي ښه ثابت سوی،او کولای یې سول چي د انګلستان پر پيچونو توپ اچوونه ترسره کړي.
حميدحسن تر ۲ کلونو ډير وخت د لوبو څخه ليري وو،حد اقل د ایرلینډ په وړاندي هم ونه لوبيدی.
الراونډران او سلو توپ اچوونکي

د افغان لوبډلي الراونډران د نړۍ د غوره الراونډرانو څخه دي.
ميرويس اشرف د این سوينګ او اوټ سوينګ لرونکی توپ اچوونکی دی ورسره ښه توپوهنه هم کوي.
د لوبي منځنيو اوورونو کي ښه ثابتيږي او د نورو تيز توپ اچوونکو سره ملګرتيا کولای سي.
همدارنګه ګلبدین نائب د ملي لوبډلي لپاره ډيري لوبي پخپلي الراونډرۍ ګټلي، د انګلستان په تيزو پيچونو کي ګلبدین یو مهم ځای لري،کاپي تجربه لري په چينج اف پيس کي مهارت لري.
محمدنبي چي د افغان لوبډلي د يو ورځنيو لوبو له پيل څخه بيا تر اوسه پوري يې د هري لوبي غړی وو،او هغه لوبډلي چي په راتلونکي نړيوال جام کي لوبيږي د ټولو په وړاندي يې هم توپوهنه او هم توپ اچوونه ترسره کړې په پوره مانا يو غوره الراونډر دی.
د محمدنبي توپوهنه او توپ اچوونه د افغان لوبډلي د ملا تير ده.

راشدخان د محمدنبي ترڅنګ د انګلستان په بلاسټ ليګ کي لوبيدلی،د پيچونو سره يې اشنا دی،د يو ورځنيو لوبو لومړی مقام الراونډر دی او د افغان لوبډلي بريدګر توپ اچوونکی دی او په توپوهنه کي هم د پوره تخنيک لرونکی لوبغاړی دی.
همدارنګه مجیب الرحمن د نړۍ په بیلابيلو ليګونو کي کي د مختلفو لوبغاړو په وړاندي لوبيدلی ،تل د پاورپلې په اوورونو کي ښه ثابت سوی،د لږو منډو ورکولو ترڅنګ يې په لومړيو اوورونو کي مهمي وکيټي هم اخلي.
په مجموع کي د افغانستان د سلو توپ اچوونکو برخه هم قوي ده.او دا چي د نړیوال جام پر مهال انګلستان کي نسبتاً هوا ګرمه وي نو سپینر توپ اچوونکي هم ښه ثابتيدلای سي.
په احتياطي لوبغاړو کي سيدشيرزاد او کريم جنت اخيستل يو ښه فکر دی،که چيري د دولت ځدران،حمید حسن او افتاب عالم دوی له ډلي څخه یو هم دلوبي جوګه نه وي سيدشیرزاد به لومړی انتخاب وي او ورپسې کريم جنت دی.
اکرام علي خيل د توپوهني ترڅنګ غوره وکيټ ساتونکی دی.
که څه هم کاپي تجربه نلری د کرکيټ د راتلونکي لپاره به د شهزاد ترڅنګ او ملګرتيا به ورسره کوي.
څه کول پکار دی؟

د لوبغاړو اتفاق به قوي لوبډلو ته ماته ورکوي.
ګلبدین نائب چي نوی لوبډلمشر سوی، د محمدنبي، اصغر افغان او نورو تجربه کاره لوبغاړو د نظريو او تجربو څخه بايد ګټه واخلي او مشوره يې واوري.
د توپوهونکو ډاون اوځای مالومول ډير مهم دي.
کوم لوبغاړي په کوم ځای کي ښه توپوهنه کولای سي او کوم وخت کي باید ولوبيږي،متاسفانه چي د اصغر په لوبډلمشرۍ کي ډيرو کرکيټ پوهانو پر همدې برخي ډيري نيوکي کولې،هيله ده ګلبدین په خپلي مشرۍ کي دې برخي ته يو نوی رنګ ورکړي او په غور سره انتخاب وکړي.
دا چي اوس لوبډله ټاکل سوې شاید د هرچا لپاره د خوښي وړ نه وي خو تر ډيره ښه سکواډ دی، نو تر ټولو ښه خبره به دا وي چي خپلو لوبغاړو ته د قوت روحيه ورکړو،ملاتړ يې وکړو او ورسره ودريږو!

د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام کي چي د لسو هيوادونو په شتون کي د می په ديرشمه د انګلستان او سويلي افريقا په لوبه پيليږي،۴۳ لوبي پکښې ترسره کيږي او د جولای مياشتي په ۱۴مه نيټه پايته رسيږي.
افغانستان د جون مياشتي په څلورمه نيټه لومړنۍ لوبه د اسټراليا په وړاندي کوي.