مارچ 4, 2021

کرکیټ نړیوالي شورا د محمدنبي او راشدخان ارمان ستاینه کړې!

آی سي سي یا د کرکیټ نړیوالي شورا پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي د دوو تنو تکړه لوبغاړو محمدنبي عیسی خېل او راشدخان ارمان ستاینه کړې.
دې شورا لیکلي، چي راشدخان ارمان په شل آوریزه سیالیو کي د نړۍ لومړی نمبر توپ اچونکی دی او محمدنبي عیسی خېل بیا په شل آوریزه سیالیو کي د نړۍ لومړنی نمبر الراونډر لوبغاړی دی.
د دې ترڅنګ آی سي سي دا هم لیکلي، چي محمدنبي عیسی خېل او راشدخان ارمان په ګډه شل آوریزه سیالیو کي ۱۵۱۰ منډي جوړي کړي او ۱۵۸ ویکیټي یې بیا اخیستي.

محمدنبي عیسی خېل تر دې دمه ۷۵ او راشدخان ارمان بیا ۴۱ نړیوالي شل آوریزه لوبي ترسره کړي.
راشدخان ارمان د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي د نړۍ لومړی نمبر توپ اچونکی دی.
محمدنبي عیسی خېل بیا د شل آوریزه او یو ورځنیو لوبو په دواړو درجه بندیو کي د نړۍ لومړی نمبر الراونډر لوبغاړی دی.
راشدخان بیا د شل آوریزه سیالیو د نړیوالي درجه بندۍ د الراونډرانو په لسو لوبغاړو کي ندی راغلی، خو په یو ورځنیو لوبو کي بیا د نړۍ ۶م نمبر الراونډر دی.
د ملي لوبډلي بل تکړه سلو توپ اچونکی مجیب الرحمن ځدران هم د کرکیټ نړیوالي شورا په درجه بندیو کي ښه مقامونه لري.
هغه د  شل آوریزه سیالیو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کي دوهم، خو د یو ورځنیو لوبو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کي بیا دریم مقام لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فوټبال؛ د نړۍ نامتو لوبغاړي رونالډو یو بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او یوونټوس کلب نامتو لوبغاړي کریسټیانو رونالډو په نړۍ کې یوازینی لوبغاړی شو، چې د فوټبال په ۱۲ پرلپسې پړاونو کې شل ګولوهني ترسره ... نور ولولئ