نړیواله درجه بندي؛ راشدخان لومړی خو مجیب د نړۍ دوهم توپ اچونکی دی!

د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي راشدخان لومړی او مجیب دوهم ځای لري!
د کرکیټ نړیوالي شورا یا آی سي سي د لوبډلو او لوبغاړو ترمنځ نړیوالۍ درجه بندۍ اعلان کړې، چي د شل آوریزه سیالیو په توپ اچونکو کي راشدخان آرمان او مجیب الرحمن ځدران خپل پخواني ځایونه ساتلي او د نړۍ پر توپ اچونکو باچاهي کوي.
آی سي سي د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي دوه لوبغاړي راشدخان په لومړي مقام او مجیب الرحمن ځداران یې بیا په دوهم مقام کي راوستلی.
راشدخان آرمان ته په یاده درجه بندي کي ۷۳۶ نمرې ورکول شوي، خو مجیب ته بیا ۷۳۰ نمرې ورکول شوي.
د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي لس غوره توپ اچونکي:
۱ـ افغان لوبغاړی راشدخان آرمان؛
۲ـ افغان لوبغاړی مجیب الرحمن ځدران؛
۳ـ آسټرالوی آدم زیمپا؛
۴ـ د آسټرالیا بل لوبغاړی اشټون آګر؛
۵ـ د سویلي افریقا تبریز شمسي؛
۶ـ د نیوزیلینډ میچل سانټینر؛
۷ـ د پاکستان عماد وصیم؛
۸ـ د انګلستان عادل رشید؛
۹ـ د پاکستان شاداب خان؛
۱۰ـ د انګلستان چریس جورډن؛

لکه څنګه چي تاسو په یاده درجه بندي کي وینی، د مجیب او راشدخان ترمنځ ۶ نمرې توپير دئ.
د کرکیټ ډیری افغان مینوال وايي، ممکن مجیب الرحمن د راشدخان څخه په درجه بندي کي لومړی ځای ونیسي.
هاخوا بیا د یو ورځنیو سیالیو په نړیواله درجه بندي کي افغان لوبغاړی مجیب الرحمن درېیم ځای لري او راشدخان بیا په یوولسم ځای کي دئ.
د یو ورځنیو سیالیو په نړیواله درجه بندي کي لس غوره توپ اچونکي:
۱ـ د نیوزیلینډ ټرین بولټ؛
۲ـ د هندوستان جسپریت بومرا؛
۳ـ افغان لوبغاړی مجیب الرحمن؛
۴ـ د آسټرالیا پات کومینز؛
۵ـ د سویلي افریقا کیګسو ریباډا؛
۶ـ د انګلستان کریس ووکس؛
۷ـ د پاکستان محمد عامر؛
۸ـ د نیوزیلینډ مات هینري؛
۹ـ د نیوزیلینډ لاچلن پرګوسن؛
۱۰ـ د آسټرالیا میچل سټارک؛

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ