خبريال: مدثردعوت
د نيپال او امريکا ترمنځ د کريکټ يو ورځنۍ لوبه د نيپال په کوربتوب ترسره سوه.
نيپالۍ لوبډلي د امريکا ټوله لوبډله په ۳۵ منډو کي وسوځوله.
امريکا يوازي ۱۲ اوورونه ولوبوله ،مارشال ۱۶ منډي وکړې او نورو يوه لوبغاړي هم تر ۴ اضافي منډي ندي کړي،څلور لوبغاړي يې په صفر وسوځيده.
د نيپال لپاره سنديپ لاميچن په ۶ اوورونو کي ۶ ويکټي ترلاسه کړې او بهاري څلور لوبغاړي وسوځوله.
نيپال په شپږم اوور کي په ۸ ويکټو د ۳۶ منډو هدف پوره کړ،خادکا ۲۰ او ايري ۱۵ منډي وکړې.
د امريکا لپاره کنجيګي دوې ويکټي واخيستې.
امريکا د ۳۵ منډو په کولو سره ځان د زيمبابوې سره مساوي کړ.
زيمبابوې کريکټ لوبډله هم په ۲۰۰۴ز کال کي د سريلانکا له لوري په ۳۵ منډو کي سوځيدلې وه.
کاناډ بيا په ۲۰۰۳ز کال کي په ۳۶ منډو سوځيدلې وه.
ننګرهار: د ۳ نجونو قاتل او د خلکو غبرګونونه
یوه نامعلوم وسله وال کس په جلال اباد کې د انعکاس تلویزیون درې ښځینه کارکونکې ووژلې. د انعکاس تلویزیون د معلوماتو له مخې د دوی درې تنه ښځینه کارکوونکې چې له دفتره د کور په ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي