خبريال: مدثر دعوت
سبا نيپال کريکټ لوبډله د عمان سره نړيواله يو ورځنۍ لوبه په خپل کوربتوب ترسره کوي.
د نيپال، عمان او امريکا ترمنځ د ۵ يو ورځنيو لوبو ۳ اړخيز سيريز کي پنځه لوبي ترسره کيږي.
نيپال تر دې وړاندي د نړيوال کريکټ کوربتوب نه وو کړی، نو ځکه يې لوبډله خپل کورته د نړيوال کريکټ په ورتګ سره د وياړ احساس کوي.
نيپال په ۲۰۱۴ز کال کي د نړيوالو شل اووريزو لوبو پيل وکړ او د نړيوالو يو ورځنيو لوبو حق يې په ۲۰۱۹ز کال کي ترلاسه کړ،تر اوسه يې ۶ نړيوالي يو ورځنۍ او ۳۱ نړيوالي شل اووريزي لوبي ترسره کړي.
د نيپال کريکټ ليګ سپينر لوبغاړی سنديپ لاميچن وايي:
دا زما او د لوبډلي لپاره د وياړ ځای دی چي نيپال د نړيوال کريکټ کوربتوب کوي، موږ به د عمان او امريکا سره په برياليتوب ولوبيږي او تر ټولو خوندوري شيبې به هغه وي چي زموږ هيوادوال زموږ لوبي له نيږدې وګوري، زه هيله لرم چي تر ۲۰۰۰۰ پوري مينوال به د لوبو ليدلو ته راځي.
لاميچن وايي د نيپال لپاره ټيسټ کريکټ زما لپاره يو خوب دی او دا مي هيله ده چي تر تقاعد وړاندي سپين لباس په تن کړم.
۱۹ کلن سنديپ وايي دا به په زړه پوري او تعجب اوره وي چي نيپال د ټيسټ کريکټ حق ترلاسه کړي،موږ اوس ځانونه ستړي کوو، خواري کاږو ترڅو د ټيسټ سټيټس ته ځان ورسوو.
د نيپال کريکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر جيندرا مالا وايي کله چي موږ کريکټ پيل کړ هرچا دا غوښتل تر څو موږ د نړيوالو يو ورځنيو لوبو حق ترلاسه کړو،خو دادی اوس موږ په کتمندو کي چي زما د خوښي لوبغالی دی د نړيوالو يو ورځنيو لوبو کوربتوب کوو، او دا زما د لوبډلمشرۍ په دوران کي د وياړ او مهمو شيبو څخه دي.
مالا وايي موږ له بختورو لوبډلو څخه يوو،هم د نړيوال کريکټ کوربتوب کوو او هم د خپلو هيوادوالو ملاتړ له ځان سره لرو.
جان کربي:له ټولو ملګرو هېوادونو سره د افغانستان په اړه په اړیکه کې یو
د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دوی د داسې یوې حللارې په لټه کې دي چې د افغانستان، امریکا او متحدینو لپاره ګټوره وي. ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي