ليکنه: مدثر دعوت
د نيوزلينډ او انګلستان ترمنځ دويمه نړيواله ۲۰ اووريزه لوبه د نيوزلينډ په بريا تمامه سوه.
د ۵ لوبو د لړۍ دويمه لوبه کي د لوبي پچه انګلستان وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه.
نيوزلينډ په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځيدو ۱۷۷ منډي هدف وټاکی.
مارټین ګوپټيل ۴۱، ګرانډهوم ۲۸،ټايلر ۲۸ او نيشم ۴۲ منډي وکړې.
د انګلستان لپاره سام کران ۲، کريس جوردن ۳ او همدارنګه عادل راشد،جرجوري او ثاقب محمد يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ۱۷۷ منډو هدف په تعقيب د انګلستان اوپنر جوني بيرسټو په صفر وسوځيد،ډيويډ ملان ۳۹،مورګن ۳۲ او کريس جوردن ۳۶ منډي وکړې.
د انګلستان لوبډله په ۱۹:۰۵ اوورنو کي ټوله وسوځيده او يوازي يې ۱۵۵ منډي جوړي کړې.
د نيوزلينډ لپاره ټیم صودي،فرګيسن او ايش صودي دوې دوې ويکټي ترلاسه کړې،همدارنګه ميچل سنټنر ۳ او ډاريل ميچل يوه ويکټه ترلاسه کړه.
نيوزلينډ لوبه د ۲۱ منډو په توپيره وګټله او د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه ميچل سنټنر ته ورکول سوه.
ددې سيريز لومړۍ لوبه انګلستان په ۷ ويکټو ګټلې وه.
د روان شل اووريز سيريز دريمه لوبه د سه شنبې په ورځ ترسره کيږي.