فبروري 28, 2021

نيوزلينډ د هند له لوري په خپل کور کي کلين سويپ سو.

خبريال: مدثر دعوت
د هندوستان او نيوزلينډ ترمنځ پنځمه ۲۰ اووريزه لوبه نن ترسره سوه.
که څه هم د ۵ لوبو د لړۍ تيري څلور لوبي هندوستان ګټلي وې او سيريز يې خپلع په نوم کړی وو،خو نن يې هم يوځل بيا نيوزلينډ ته په خپل کورکي ماته ورکړه.
د نيوزلينډ لوبډلمشر کين ويليمسن او د هندوستان لوبډلمشر ويرات کوهلي نن استراحت وو او يوازي يې د لوبي ننداره کوله.

د وروستۍ شل اووريزي لوبي پچه هندوستان وګټله او په توپوهني يې پيل وکړ.
هند په پوره ۲۰ اوورونو کي په ۳ ويکټو ۱۶۳ منډي وکړې.
روهيت شرما ۶۰، لوکيش راحول ۴۵ او شرياس اير ۳۳ منډي وکړې.

د نيوزلينډ لپاره کوګليجن ۲ او بينيټ يوه ويکټه واخيسته.
د ۱۶۴ منډو هدف په تعقيب د نيوزلينډ اوپنرانو ښه پيل ونکړ.
مارټين ګپټيل ۲ او کولين منرو ۱۵ منډي وکړې، وروسته سيپرټ ۵۰ او روز ټايلر ۵۳ منډي وکړې خو لوبه يې ونه ګټله.

د هندوستان لپاره په توپ اچوونه کي جسپريټ بومرا ۳، واشنګټن سندر يوه،همدارنګه سيني او ټاکور دوې دوې ويکټي واخيستې.
هندوستان د ۷ منډو په توپير د نيوزلينډ څخه پنځمه نړيواله شل اووريزه لوبه وګټله.
د لوبي د غوره لوبغاړي جايزه جسپريټ بومرا ته ورکول سوه خو د سيريز غوره لوبغاړی لوکيش راحول اعلان سو.

هندوستان د نيوزلينډ څخه لومړۍ شل اووريزه لوبه په ۶ ويکټو،دويمه لوبه په ۷ ويکټو،دريمه او څلورمه شل اووريزه لوبي په سوپر اوور کي وګټلې.

نيوزلينډ او هندوستان تر دې وروسته درې يو ورځنۍ او دوې ټيسټ لوبي هم لري چي لومړۍ يو ورځنۍ لوبه د فيبروري په پنځمه د چهارشنبې په سهار ۰۶:۳۰ بجې ترسره کيږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي