نوې څېړنه: مستې د الزايمر ناروغۍ مخنيوى کوي

مستې د غواګانو، مېږو او وزو له شیدو څخه ترلاسه کېږي، چې یو سوړ ساتونکی مشروب دی، او د خوږو یا مالګینو تروو په بڼه هم استعمالېږي، چې د افغانانو ترمنځ دودیز څښاک دی.

له بل خوا په غذایي رژیمونو کې لږ غوړ لرونکې مستې یو له غوره او مهمو موادو څخه شمېرل کېږي.ځکه چې په مستو کې هغه ګټور میکرواورګانیزم دي، چې د هاضمې سیستم پیاوړی کوي.

مستې د فولیک اسید، نیاسین او ریبوفلاوین په شتون سره د دې ځانګړتیا هم لري چې د وینې غوړ کچه راټیټه کړي.
مستې په ټوله نړۍ کې خلک پېژني، خو په هره سیمه کې د خلکو د ذوق برابر خواږه توکي ورسره یوځای کوي. جوړول په لومړي ځل د ترکانو ترمنځ دود وه، چې شیدې به یې ډېرې جوش کړې، او له یخېدو وروسته یې مستې ترې جوړې کړې.

د ترکیې هیواد ډېری خلک هغه مستې خوښوي، چې د وزې له شیدو څخه جوړې شوي وي، بل خوا د متحده ایالتونو او شمالي اروپا ډېری هیوادونه بیا د غوا له شیدو څخه جوړې شوې مستې ته خپل خاړو کې ځای ورکوي.

هند او مصر دوه هغه هیوادونه دي چې د مېښو له شیدو څخه جوړې شوی مستې پکې دود دي.

د ډېریو سرطانونو علت په وجود کې د مهمو موادو کمښت هم په ګوته شوی ده، چې د هغه څخه یو هم کلسیم ده. مستې په خپل جوړښت کې د کلسیم څخه غني خوراک ده،. چې په غټې کولمو کې د سرطان له پيدایښت څخه مخنیوی کوي.

د طب نړي له پرمختګونو څخه یو هم دا دی، چې اوس په څېړونو باندې د داسې خوراکي توکې پېژندنه وشوه چې په هغه سره مونږ د الزایمر په څېر خطرناکې ناروغۍ څخه وژغوري.

ډاکټران وایي چې مستې د پروباییوټیکس په شتون سره د انسان پر دماغو نېغ په نېغه اغېزې کوي، او دوامدار ګټه اخیسته یې د هېرولو یا الزایمر ناروغي کنترولوي.
هغه څېړنه چې پر موږکانو باندې وشوه، او پروبایوټیکس لرونکې خواړه پرې وخوړل شوه، دا په ډاګه شوه، چې پروبایوټیکس په دماغو کې د حافظې برخې حجرې ډېروي او وده ورکوي.

 

وروستي مطالب