نوې څېړنه؛ انسان کولای شي ١٣٠ کاله عمر وکړي

ژباړه

د يوې څېړنيزې مطالعې پر بنسټ، انسان کولای شي١٣٠ یا تر دې هم زیات عمر وکړي. سره له دې اوسنیو شرایطو ته په کتلو د داسې اوږد عمر امکان شونتیا کمه ده.

د یوې علمي څېړنې پر بنسټ، چې پايلې یې په ”رویال سوسايټي اوپن ساینس“ کې خپرې شوي، انسان کولای شي ١٣٠ یا اوږد عمر وکړي. دا پايله نږدې د یو لک کسانو چې عمرونه یې له ١٠٥ کالونو لوړ وو په دیارلس هېوادونو کې تر لاسه شوېده.

په لوړ عمر کې نور د مرګ احتمال نه زیاتېږي.

له ډېر وخت راهیسې د انسان حد اکثر عمر د پوهانو او کارپوهانو د بحث لاندې دی.

اوس نوې څېړنې او تحلیلونه ښيي، چې دانسان د مرګ ګواښ له یوه خاص عمر څخه وروسته نور نه زیاتېږي او د دې احتمال ٥٠% په سلو کې ثابت پاتې کېږي.

د سوېس د ټکنالوژۍ موسسې څخه انتوني ډېوېسون وايي: ”د هغو کسانو لپاره چې ١١٠ کاله عمر لري، د دې احتمال چې یو کال نور ژوندي پاتي شي لکه د یوې سکې سره د شېر او خط کول دي.“

په بله وینا، که سکه سرچپه اوسي، کس د زېږېدو تر بلې کليزې ژوند کوي، پرته له دې تر بل کال پورې مري.

١٥٠ کاله عمر؟

په ځينو نویو څېړنو کې ویل شوي چې انسان له نظري پلوه ١٥٠ کاله ژوند کولی شي.

انتوني ډېوېسون وايي، خو هغه مطالعه چې نوې تر سره شوې، له دې وړاندې موندنو په پرتله، ګڼ شمېر کسان د څېړنې لاندې نیولي. په دې مطالعه کې د اېټالوي اوسېدونکو چې له ١٠٥ کالونو لوړ وو، د ٢٠٠٩ _ ٢٠١٥ پورې څېړلي دي.

اوس وخت کې ١١٠ کلنۍ ته رسېدل هم کمو خلکو ته پېښېږي. سره له دې ډېوېسون زیاتوي، امکان لري په روانه پېړۍ کې انسان وکولای شي تر ١٣٠ کلنۍ پورې هم ژوند وکړي. خو دا ډول عمر د روغتیايي او ټولنیزو پرمختګونو سره تړلی دی.

تر اوسه فرانسوي ژان لوﺉيز چې په ١٩٩٧ کې د ١٢٢ کالو په عمر ومړ، د اوږد عمر ريکارد درلود. د نوموړي دا ريکارد ممکن د کین تاناکا په نامه جاپانی چې اوس ١١٨ کلن دی، مات کړي.