مارچ 8, 2021

نوې څيړنې وایي، تر شنه آسمان لاندې زده کړه مو دماغ چټکوي

Advertisements

ژباړه او زیاتونه: محمدصادق کریمزی
د تېرو څلورو لسیزو جګړو له امله نه یوازې دا چې زمونږ زیات ځوانان، پيغلې او ماشومان د تعلیم له عظیم نعمت څخه بې برخې شول بلکې لاهم دغه سلسله په یو نامعلوم لور سوق او روانه ده.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت په دوران کې د نړیوالو مرستندویه هېوادونو په مالي مرسته په هېواد کې د نورو برخو سربیره په تعلیمي برخه کې ډير کارونه وشول، خو متاسفانه د یو شمېر پردي پالو کړیو او اشخاصو له لورې له جوړو شویو مکتبونو او علمي مرکزونو خلاص شو او په ډاګونو، بې سرپنا او تر شنه اسمان لاندې یې زده کړې ته مجبور کړو.
اوس امریکايي څیړونکو په خپله یوه نوې ترسره شوې څیړنه کې موندلي په ازاده فضا کې زده کړه کول د زده کوونکو دماغ قوي کوي او ذهن پياوړی کوي.
دغه څیړنه چې په الینوي پوهنتون کې ترسره شوې موندلي په ازاده فضا کې درس ویل د زده کوونکو د حافظې د ويښتیا لپاره ډير ګټور دي.
یادو څيړونکو خپله څيړنه په یو شمېر زده کوونکو ترسره کړې او دې نتیجې ته رسیدلي هغه زده کوونکي چې په ازاده هوا کې لکه باغونو او چمنونو کې کینولي ول، درسي فعالیتونه یې چټک شوي، حافظه یې پياوړې شوې او درسي تعامل یې ويښ او فعال شوي ول.
څیړونکې کاږي؛ تر شنه اسمان لاندې په ازاده هوا کې زده کړه نه یوازې شاګردانو ته بلکې استادانو ته هم دغه ګټه لري چې د بندو صنفونو په پرتله ژر نه ستړي کیږي.
څیړونکي، محصلینو او متعلمینو ته د توصیې په شکل وایي، د خپلو ازموینو لپاره او که غواړئ درس مو ښه زده شي، نو تر شنه اسمان لاندې په ازاده فضا کې خپلو درسونو ته ملا وتړئ.

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ