نوې ټکلاره؛ دوه لسیزي مخکې د شکر له ناروغۍ خبر شﺉ

ژباړه

نوې څېړنه کې پوهانو داسې طریقه پيدا کړې چې د شکر/ ډیابټ نوولس کاله مخکې په دویم ډول باندې د اخته کېدو خبر ورکوي.
په سويډن کې د لوند پوهنتون څېړونکې ډلې په یوې نوې څېړنه کې وښودله چې په وینه کې د یوه ځانګړي پروتین (فولیستاتین) کچه، د شکر دویم ډول دوه لسیزې وړاندې د هر ډول نښو په ښکاره کېدو، چې کولای شو د وینې د تشخیصي معاینې کار واخلو.
د دغې څېړنې پايلې د نوامبر په لسمه د نچرل کمونېکېش مجله کې خپرې شوې دي.
فولیستاتین یو ډول پروټين دی چې د ١٩٨٠ لسیزې په وروستیو کې کشف شو او د تولید مثل د یوه هورمون په توګه د مطالعې لاندې ونیول شو. دا پروټين د بدن له ټولو جوړښتونو افرازېږي او څرګنده شوه چې په متابولیکو چارو کې مهم رول لري.
ځیګر د فولیستاتین یو له اصلي تولیدونکوڅخه دی. په تېره لسزه کې، څېړونکو موندلې ترلاسه کړې چې د شکر په ټایپ٢ اخته ناروغان په وینه کې په لوړه کچه دغه هورمون ښيي، نو نوې څېړنه د دې موضوع د روښانتیا لپاره چې د فولیستاتین لوړه کچه د ټايپ٢ د اخته کېدو نه مخکې په وینه کې وي که نه.
څېړونکو په ٥٠٠٠ کسانو کې د فولیستاتین کچه مطالعه کړه. له نورو خطرونو هاخوا، څېړونکو وموندله چې د فولستاتین لوړه اندازه د شکر دویم ټایپ سره له ډېر پخوا اړیکه لري.
همدارنګه وړاندې حیواني مطالعو ښودلې چې فولیستاتین کولای شي د انسولین پر وړاندې مقاومت زیات کړي او په ځیګر کې د وازدې رشتو راټولېدو سبب ګرځي. په دې سره د فولیستاتین زیاته اندازه د شکر په دویم ډول اخته کېدو ګواښ زیاتوي.
دویم ټايپ شکر په نړۍ کې یوه مخ پر ودې اپيډمي ده چې د نړۍ ٦% نفوس یې اغېزمن کړی. سره له دې، په شکر د اخته کېدو ګواښ د وزن د کنټرول، سالم خوړنیز رژیم او ورزش سره د پام وړ مخنیوی وکړو.