نوې ناوې سره د خسرګنۍ چلند

واده هغه دروند بار ته وایې چې د دوه مختلفو جنسونو ترمنځ په خپل منځي تفاهم او توافق سره د يو کلک تعهد کولو په ترڅ کې رامنځته کېږي. زموږ په افغاني ټولنه کې يوه لويه ستونزه د نجونو ودول او بيا تر ډېره د کم عمره نجونو ودول دي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۱۶م د نړۍ د نفوس په راپور کې راغلي چې مخ په وده هېوادونو کې له هرو ۳ نجونو څخه یوه‌یې له ۱۸ کلنۍ مخکې ودېږي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق وایي، په کم عمر او په زور د نجونو ودول د دوی د مړینې سبب ګرځي، ماشومان له فزیکي او رواني ودې څخه غورځوي، د ښوونې مخه‌یې نیسي او په بېلابېلو ناروغیو یې اخته کوي.

په افغاني بيا په تېره په پښتنه ټولنه کې موږ تل د دې شاهدان يو چې خپلو اولادونو(هلک/ نجلۍ) ته په داسې حال کې کوژده کوي چې دوی هېڅ خبر هم نه وي. چې داسې ناوړه کړنې بدې پېښې له ځان سره لري.
دا ډول خاوند مېرمن خپل ژوند تر پايه په تاوتريخوالي کې تېروي، چې دا ډول حالت يې اولادونه په جسمي او اروايي ناروغيو اخته کولی شي. دوی هغه مېرمن او خاوندان دي چې د رواج په زولنو تړل شوي دي او دغو ناوړه رواجونو د ډېرو ځوانانو ژوند خراب کړی دی. اوس هم دا ډول بد دودونه زموږ په ټولنه کې حاکمينت لري او لا هم ځوانان پېغلې د ناوړه رواجونو قربانيان دي، کله چې يوه نجلۍ د خاوند کور ته ودېږي په خسرګنۍ کې د کور د کارونو د ترسره کولو يو ستر مسووليت ور په غاړه شي چې بدون له کوم امتياز څخه ناوې ورته غاړه ږدي.

خواښې چې د کور مشره وي زياتره يې نږور ګانو سره توپيري چلند کوي او هېڅ دوی ته په درنه سترګه نه ګوري. د يوې کاريګرې په څېر چلند ورسره کوي چې د کور د کارونو ټول مسووليت ور په غاړه کړي.
خواښې چې له خپلو اولادونو او خاوند سره يې يوازې ژوند تېر کړی وي نو نږور ورته په کور کې شريکه معلوميږي او په درنه سترګه ورته نه ګوري. د کور د سمبالولو ټولې چارې ورباندې ترسره کوي چې د يوې وړې تېروتنې په بدل کې ورته وهل ټکول هم ورکوي.

که کومې ناوې سره يې خاوند مناسب چلند کوي يا ورسره د کور په چارو کې مرسته کوي د مور له خوا ورته بدې خبرې او پېغور ورکول کېږي.

واده کول خو ګنا نه دی
خويندې دې ولې پېغورونه راکوينه

دا ټپه د هغې ناوې له خوا ويل شوې، چې کله د خسرګنۍ د کور چارې په سمه توګه نشي ترسره کولی نو اندرور ګانې د(خاوند خويندې) ورته يو ډول پېغور ورکوي. مثلا؛ واده کولی شې د کور کار نشې کولی…
کله چې ديوې کورنۍ اقتصادي حالت ښه نه وي، نو داسې کورنۍ(پلار، مور) تر ډېره پلار خپله لور د پيسو په بدل کې د هر ډول کورنۍ هلک ته ورکوي .
يو پلار په خپلو لاسونو خپل اولاد د دوزخ کندې ته اچوي. مور پلار په ټوله کې کورنۍ، لازمي ده چې د اولادونو په ژوند لوبې ونه کړي هره برخه کې ورسره مشوره وشي.

جبري ودونه کول تر ډېره په لرې پرتو سيمو کې شتون لري چې تر ډېره دا دود کم شوی او د له منځه وړلو لپاره يې بايد د حکومت تر څنګ ديني علما هم د منبر له لارې څخه خلکوته عامه پوهاوی وکړي تر څو ځوانان د دا ډول ناوړه ګړنو قربانيان نشي.