مارچ 5, 2021

نوی حکومت ضد ایتلاف او راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې !

ارشاد رغاند
د افغانستان د سیاست یو تازه جالب بدلون دا دی، چې په ترکیه کې د حکومت یوه لویه برخه مخالفې سیاسي څېرې د ولسمشر غني د تبعید شوي لومړي مرستیال جنرال دوستم پر محور را ټول شوي او د حکومت پر وړاندې یې د یوه نوي سیاسي ایتلاف د جوړولو هوکړه کړې ده .
د دغه ایتلاف په اړه ډېرجزیات نه دي ورکړل شوي، خو راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې یې ترټولو عمده موخه ګڼل کیږي .
په یاد شوي ایتلاف کې پر جنرال دوستم سربېره د نوې ملي جبهې مشر ډاکټر انور الحق احدي، د جمیعت ګوند اجرایه ریس عطامحمد نور، د ولسمشر غني پخوانی فوق العاده استازی احمد ضیا مسعود، د محمد محقق په مشرۍ د حزب وحدت مردم افغانستان مرستیال محمد ناطقي، د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون، د سولې کاروان مشر ظاهر قدیر، د ولسي جرګې غړی لالی حمیدزی او یو شمېر نور برخه لري .
وېل کیږي، چې د ملي امنیت پخوانی ریس او د افغانستان د خلکو محور سیاسي جریان د رهبرۍ غړی رحمت الله نبیل هم زر د دې ایتلاف ملاتړ اعلانوي . د دې ترڅنګ وېل کیږي چې د پردې ترشا د ملي امنیت بل پخوانی ریس اسدالله خالد ، د کندهار ځواکمن امنیه قومندان جنرال عبدالرازق هم د دې ایتلاف ملاتړي دي .
پخواني متحدین، ننني مخالفین !
په دغه ایتلاف کې را ټول شوي ډېری سیاسي شخصیتونه هغه خلک دي، چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د ولسمشر غني او ډاکټرعبدالله په ځلولو کې مهمه ونډه لرله .
په دوی کې جنرال دوستم د ولسمشرغني د ټاکنیز ټیم لومړی مرستیال و . ډاکټر غني سره له دې چې په ۲۰۰۹ کې یوې نړیوالې رسنۍ ته په لیکلې مقاله کې دوستم د افغانستان له لویو جنګسالارانو او نظام ننګونکو څخه ګڼلی و، خو له دې کبله یې مراجعه ورته وکړه، چې د ازبک قوم د رایو خزانه یې ګڼله .
ښاغلي غني د ټاکنیز کمپاین پرمهال خپل سیاسي مخالفین له خپله اړخه په مناظرې او د دوستم له اړخه په بزکشۍ چېلنج کړل، تردې چې ورته یې وویل که اسونه نه لري، دوستم به ورته د سیالۍ اسونه هم برابر کړي .
دوستم چې په ډېرو امتیاز غوښتو او ولسمشر غني چې خاصتاً دا ډول خلکو ته په لږ امتیاز ورکولو مشهور دی، وروسته د ولسمشر غني په توند منتقد بدل او هغه یې د واک په انحصار، قومپالنې او تعصب تورن کړ. د دې ناندرۍ کیسه تردې ورسېده، چې ظاهراً دوستم د خپل یوه پخواني مخالف ازبک احمد ایشچي په جنسي ځورونه تورن او له هېواده وتو ته مجبور شو .
دوستم اوس په ترکیه کې جلاوطنه دی، هغه ولسمشر غني وطن ته د بیرته راګرځیدو پر وړاندې یې خنډ ګڼي، خو له دې ټولو سره یې د بیرته ستنیدو په نیت له حکومت سره پټې مذاکرې روانې دي او د جنبش ګوند د سرپرست په توګه یې مشر زوی باتور دوستم د ارګ په کچه مهمو مشورتي غونډو او پروګرامونو کې را څرګندیږي .
د دغه ایتلاف تازه دمه غړی ډاکټر انورالحق احدي، چې د پښتنو ملت پالو د ترټولو مشهور ادرس( افغان ملت ګوند) پخوانی مشر او د نوې ملي جبهې اوسنی مشر دی . ډاکټراحدي خپله غوښتل په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند شي، خو وېل کیږي چې ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت په ژمنه خپل ملاتړ ته وباله او وروسته یې نه یوازې ده؛ بلکې د ګوند ډېرو نورو کادرونو ته یې په حکومت کې ځای ورنه کړ .
پر ډاکټراحدي او جنرال دوستم سربېره احمد ضیا مسعود ، همایون همایون، ظاهر قدیر، لالی حمیدزی، داود ګلزار او په یاد شوي ایتلاف کې راټول شوي یو شمېر نور کسان هم د ولسمشر غني د ټاکنیز ټیم او کمپاین مهم خلک ول .
په دوی کې ځينو ته د حکومت په لومړي سرکې یا لږو ډېره پاملرنه وشوه، یا هیڅ ونه شوه ، چې بالآخره د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر په توندو منتقدینو بدل شول .
همدا شان د ولسمشرغني د حکومت بل شریکوال ډاکټرعبدالله هم د خپلو نیږدې ملاتړو: محمد محقق او عطا محمد نور له لورې په وعده خلافۍ او خپلو پلویانو ته په نه پاملرنې تورن دی . عطا محمد نور خو څه موده مخکې له حکومت سره د سختو ناندریو پرمهال عبدالله ته په څرګندو ټکو د غاښونو ماتولو ګواښونه هم وکړل .
پر یو بل د حکومت او منتقدینو نیوکې
حکومت خپل مخالفین له دې کبله چې په واک کې برخه نه ده ورکړل شوې، یا له دې کبله چې د دوی په وینا شخصي ګټې یې په خطر کې دي د سیاسي ایتلافونو په جوړولو او حکومت ضدو هڅو تورنوي .
خو منتقدین حکومت په انحصار، فساد، دسیسه سازۍ او حتا قومي تعصب او تبعیض تورنوي .
واقعیت دا دی، چې دواړه لوري د قدرت او ګټو پر سر سره وران شوي دي . که حکومت ادعا کوي، چې جنرال دوستم او امثالهم یې د جنګي سابقې او ځان غوښتنو له کبله څنډې ته کړي،خو دا باید هېر نه کړي چې اوس هم د هغه په شان ډېر نور خلک د حکومت په لمنه کې موجود او له پراخو امتیازاتو او صلاحیتونو څخه برخمن دي .
همدا شان که د حکومت منتقدین حکومت په فساد، دسیسه جوړولو او ناکامۍ تورنوي، دا هم روښانه ده چې دوی هر یوه پخپله کاري برخه او د واک و صلاحیت په محدوده کې له دې تورونو څخه پاک نه دي .
پایله :
ورته سیاسي ایتلافونه په افغانستان کې اوږده مخینه لري، د ډاکټر نجیب له نسکورولو څخه تراوسه په ځلونه داسې ایتلافونه په کال او میاشت کې یو ځل جوړ شوي او بیا پاشیدلي . له دې کبله د داسې ایتلافونو پر دوام او ژمنتیا چندان باور نه دی موجود .
حکومت او دا ډول ایتلافونو په ټوله کې هر ځل د قدرت د وېش او ځاني ګټو لپاره د یو بل خلاف د مخالفت مورچل نیولی او د شخصي ګټو د اړتیا پر مهال بیرته یو ځای شوي .
اوس مهال هم نه اوسنی حکومت او نه داسې ایتلافونه نه واحد فکر، نه همغږي خلک او نه ثابت دریځونه لري .
دې ته په کتو سره په ترکیه کې جوړ شوی دغه سیاسي ایتلاف د پراخ او متنوع سیاسي او قومي ترکېب له مخې یو پراخ او ظاهراً سراسري ایتلاف ګڼل کیدای شي، خو له دې کبله چې له حکومت سره د قدرت پر سر د قدرت پرسر پر مخالفت ور اخوا د دغه ایتلاف غړي بل کوم فکري یووالی او ګډ هدف نه لري د زر پاشلتیا احتمال یې هم قوي دی .
د داسې ایتلافونو جوړیدل که غوره کار او د ولسواکۍ پراختیا وي کریډیټ یې جوړونکو او حکومت دواړو ته ورځي او که ناسم کار وي په ملامتۍ کې یې جوړونکي او حکومت دواړه ځکه شریک دي، چې حکومت د قدرت د نا متوازن وېش له مخې په لوی لاس یوه لویه برخه سیاستوال څنډې ته کړي دي .
په ټوله کې یاد شوی ایتلاف به یو ځواکمن ایتلاف وي، خو په حکومت کې د شاملو ټاکنیزو ټیمونو په شان یې هره شېبه د خپلمنځني تقابل احتمال هم نه شي ردیدای .
احیاناً که دا ایتلاف دوامداره شي او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د یوه ټاکنیز ټیم په جوړولو وتوانیږي ټیم به یې یو له پياوړو ټیمونو څخه وي .
خو ګومان نه کیږي، چې قوت او د بې ثباتۍ تجربو ته په کتو سره یې حکومت لاس ترزنې کیښني او یوه برخه کسان یې بیرته پخلا او په قدرت کې شریک نه کړي !