مارچ 2, 2021

نوښت جادو نه دی، که وغواړي هر څوک یې کولی شي

ژباړه: حمیدالله حمیدي
د موسقۍ د یوې آلې غږول هم یو نوښت دی، مخکې له دې چې دغه چاره ترسره کړئ، تمرین او یو څه وخت ته اړتیا لرئ. په دې لیکنه کې تاسو ته ځینې هغه لارې چارې ښیو چې په عملي کولو سره یې کولای شئ نوښت وکړئ او ژوند مو په نوښتونو کې تېر کړئ چې دا ډول ژوند بیا بېل خوند لري.
نوښت داسې یو استعدا دی چې ټول خلک ترې برخمن دي، خو ځیني فکر کوي چې ګواکې دوی له دغه نعمته بې برخې دي. نوښت یو قدرت دی؛ که د چا له کړنو اغېزمن شوئ، کولای شئ هغه په خپل ځان کې هم عملي کړئ، یوه شي ته مو باید پام وي چې دغه کار وخت ته اړتیالري خو ټول یې کولای شي او امکان لري.
که غواړئ نوښت وکړئ، نو یوازې د خپل فکر څخه ګټه واخلئ، د نورو کسانو د نظرونو په اورېدلو مو خپل وخت بېځایه مه تېروئ، لکه له نوم څخه یې چې ښکارې، نوښت یعنې هغه څه چې د خپل فکر زېږنده مو وي، نه داسې څه چې بل کس یې درته وښیي، یا د یوه نوي کار په کولو کې درسره بل څوک مرسته وکړي، دې ته نو بیا نوښت نه شو ویلی شو.
یوه شي ته مو باید پام وي، داسې نه، چې د نوښت کولو لپاره مو خپل ورځني کارونه پر خپل ځای پرېږدئ او ټوله ورځ په دې اړه فکر وکړئ چې ګواکې تاسو نوښت کوئ، د ورځنیو کارونو لپاره مو منظم مهالوېش جوړ کړئ، په همدغه مهالوېش کې د نوښت کولو لپاره هم وخت ورکړئ او په اړه یې فکر وکړئ.
پلي وګرځئ، له زرو تر دوو زرو مترو پورې پلي وګرځئ، په دې ډول سره کولای شئ چې “اندورفینو” ته په خپلو وریدونو کې حرکت ورکړئ، بې له شکه چې ورزش ستاسو ذهن پاکوي او ذهني ارامي درکوي. دغه راز ورزش کولای شي ستاسو فکر او ذهن نور هم خلاق کړي او نوښت ته یې چمتو کړي.
ایا ځینې غوښتنې مو دومره درنه هېرې شوې دي چې هېڅکله مو یې په اړه فکر نه دی کړی؟ که مخکې له دې مو یې په اړه فکر نه وي کړی همدا اوس یې وخت را رسېدلی چې په اړه يې فکر وکړئ او د عملي کولو لپاره یې لارې چارې ولټوئ. چې په ذهن کې څه در ګرځي یاداښت یې کړئ او د کاغذ پر مخ یې ولیکئ، کېدای شي لیکل شوي شیان مو په ذهن کې یوه شمعه روښانه کړي او تل مو سترګې پرې رڼا وي.
د دې لپاره چې په خپل ځان کې بدلون را ولئ او سبک مو بدل کړئ دوه مشهور کسان په نظر کې ونیسئ او ترمنځ یې توپیر پرتله کړئ، په اړه یې ښه فکر وکړئ، هغه کس چې ستاسو په نظر ډېر نوښت یې کړی، ترمنځ یې انتخاب کړئ او د ځان لپاره یې الګو وګرځوئ. مهمه نه ده چې د هغوی په څېر کارونه تاسو هم ترسره کړئ، چې دا خبره امکان هم نه لري که یې ولري هم دې ته بیا نوښت نه شو ویلی، په ټوله کې مو له دې خبرې مطلب دا دی چې نوښت مو باید محسوس شي او په تاسو کې بدلون راولي چې همدا د نوښت نښه ده.
تاسو د یوې شهکارې نقاشۍ لپاره څو اصیلو قوطیو رنګ ته اړتیا لرئ چې همدغه کړنه ستاسو په نقاشۍ کې مهم رول هم لري. مهمه ده چې پوه شئ، کوم کارونه مو په نوښت کې ډېره مرسته درسره کوي. که تاسو لپ ټاپ ولرئ او ګټه اخیستل مو ترې نه وي زده ایا فایده به ولري؟ که غواړئ نقاشي مو پرمختګ وکړي باید له داسې وسایلو ګټه واخلئ چې نقاشي مو لا ښکلې، زړه راښکونکې او خوندوره شي. خپله ټوله هڅه وکړئ د نوښت لپاره خپل ټول ذهن په کار واچوئ تر څو نوښت مو په رښتیا نوښت حساب شي.
نوښت په زور نه کېږي، په داسې لحظه کې به درته الهام وشي چې هېڅ یې په اړه فکر نه کوئ.
چې داسې ده نو مخکې له مخکې باید ورته تیاری ولرئ، کېدای په ګاډي کې د سپرلۍ په وخت کې مو یو نوی شی ذهن ته راشي داسې څه چې کولای شي نړۍ ته بدلون ورکړي خو د لیکلو لپاره به یې کاغذ او قلم درسره نه وي، نو داسې چانسونه مو له لاسه مه ورکوئ همیشه قلم او کاغذ په لاس ګرځئ.

نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ