نن په نړیوال کرکټ کې ټول میدانونه خالي دي 

 د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د بېلابیلو هېوادونو مختلفو لوبډلو ته د رسمي سیالیو مهالویش جوړیږي، چې دغه سیالۍ د نړیوالې شورا سره رسمي بڼه لري.

 د کرکټ نړیوالې شورا هره رسمي سیالي د کرک انفو ویب پاڼې څخه په لیکلې او هم یې انځوریز کلیپونه په ژوندۍ بڼه خپريږي.

 د معلوماتو له مخې د بوخت مهالویش سره سره بیا هم نن په نړیوال کرکټ کې هیڅ کومه داسې ۲۰ اوریزه او یا هم ۵۰ اوریزه سیالي نه ترسره کیږي، چې د کرکټ نړیوالې شورا سره رسمي بڼه ولري، خو پرته د افغانستان د کورني کرکټ لیست ای یوې ۵۰ اوریزه سیالۍ څخه.

د کرکټ نړیوالې شورا هم په دې اړه څه نه دي ویلي، چې څنګه نن په نړیوال کرکټ کې هیڅ کوم ډول ۲۰ اوریزه یا هم ۵۰ اوریزه رسمي سیالي نه لري.

 د یادونې وړ ده، چې د هندوستان، جنوبي افریقا، سریلانکا او انګلستان د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ سیالیو لړۍ به هم دوام لري، چې د ۲۰ اوریزه او یا ۵۰ اوریزه سیالیو په ترکیب کې نه دې شاملې.

وروستي مطالب