د هندوستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه ئې دوهمه یو ورځنۍ لوبه نن چهارشنبه ترسره کیږي.
ټاکل سوې دا لوبه نن غارمه یوه بجه پيل سي.
دا دوه هیوادونه بیا د لړۍ درېیمه لوبه راتلونکې یکشنبه ترسره کوي.
هند او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د یادي لړۍ په لومړۍ لوبه کي ویسټ انډیز په ۸ ویکیټو هندوستان ته سخته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي لومړی هند توپوهنه وکړه، هند په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ انډیز ته د ۲۸۹ منډو هدف وټاکه.
کله چي د ویسټ انډیز لوبغاړي د توپوهني لپاره میدان ته کښته سول د هند له لوري ورکړل سوی هدف ئې د لوبي په ۴۷،۵ آورونو کي د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره ئې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي هند ته ماته ورکړه.
هند او ویسټ انډیز تر دې مخکي د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ هم ترسره کړه، چي هغه لړۍ هند ۲ پر ۱ د ویسټ انډيز څخه وګټله.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ