مارچ 4, 2021

نن هند او ویسټ انډيز درېیمه شل آوریزه لوبه ترسره کوي

د هندوستان او ویسټ انډيز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ وروستۍ لوبه نن چهارشنبه ترسره کیږي.
دا لوبه ماښام ۶ بجې پېلیږي.
د دې دوو هیوادونو ترمنځ تر دې مخکي په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي هند او په دوهمه شل آوریزه لوبه کي بیا ویسټ انډيز بریا خپله کړې او اوس دا لړۍ یو ـ یو مساوي ده.
په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي هند ویسټ انډیز ته په ۶ ویکیټو، خو په دوهمه شل آوریزه لوبه کي بیا ویسټ انډيز هند ته په ۸ ویکیټو ماته ورکړه.

که ننۍ لوبه هرې لوبډلي وګټله هغه به د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ ګټونکی هیواد سي.
د یادو درو شل آوریزه سیالیو وروسته د هند او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ لوبي هم د هند په کورتبوب ترسره کیږي.
د یادي لړۍ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د رواني ډیسمبر میاشتي په ۱۵مه، دوهمه په ۱۸مه او درېیمه یو ورځنۍ لوبه بیا د رواني ډيسمبر میاشتي په ۲۲مه نېټه ترسره کیږي.