مارچ 4, 2021

نن ریال ماډریډ د سویا فوټبال ټيم سره سخته لوبه لري

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د شلمي اونۍ په لوبو کي نن ماښام ریال ماډریډ د سویا فوټبال لوبډلي سره لوبیږي.
دا لوبه نن ماښام ۷:۳۰ بجې د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانتیاګو برنباوو کي ترسره کیږي.

دې لوبي ته ریال ماډریډ او سویا فوټبال لوبډلو دواړو د پوره چمتوالي خبر ورکړی.
د دې لیګ په یوه بله مهمه لوبه کي بیا نن شپه ۱۲:۳۰ بجې ایبار او اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلي یو د بل په په وړاندي لوبیږي.
دا لوبه بیا د ایبار په کورني لوبغالي اپورا منسیپال کي ترسره کیږي.
سبا یکشنبه هم د یاد ټورنمنټ د ۲۰مي اونۍ په لوبو کي بارسلونا د ګراناډا سره لوبه لري.
دا لوبه د بارسلونا په کورني لوبغالي نیوکمپ کي ترسره کیږي.

بارسلونا به دا لوبه د یوه نوي روزونکي کیکه سټين تر روزني لاندي ترسره کړي.
بارسلونا کلب تېره اونۍ کي خپل روزونکی ارنسټو والورده د بدو پایلو له امله لیري کړ او پر ځای ئې کیکه سټين وټاکه.
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د نمرو په جدول کي بارسلونا او ریال ماډریډ د ۴۰ نمرو په درلودلو سره لومړی او دوهم ځای لري، خو اتلاتیک ماډریډ بیا د ۳۵ نمرو په درلودلو سره درېیم ځای لري.

وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ