سپورټ فوټبال

نن ریال ماډریډ د ختافې او بارسلونا بیا د اسپانیول سره لوبه لري

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۹مي اونۍ لوبو څخه نن شنبه ریال ماډریډ د ختافې سره او بارسلونا بیا د اسپانیول فوټبال ټيم سره لوبیږي.

د ریال ماډری او ختافې فوټبال لوبډلو ترمنځ ننۍ لوبه د ختافې په کوربتوب د ختافې په کورني لوبغالي کي نن ماښام د کابل په وخت ۷:۳۰ بجې پیلیږي.

د بارسلونا او اسپانیول فوټبال ټیمونو ترمنځ بیا ننۍ لوبه د اسپانیول په کوربتوب نن ماخستن ۱۲:۳۰ بجې پیلیږي.

د دې لیګ د ۱۹مي اونۍ په سیالیو کي نن مازدیګر ۴:۳۰ بجې والینسیا د ایبار کوربتوب او نن شپه یوولس بجې بیا اتلاتیک ماډریډ د لوانتې کوربتوب کوي.

سبا یکشنبه بیا ماپښین ۳:۳۰ بجې ګراناډا د مایورکا سره، مازدیګر ۵:۳۰ بجې ریال سوسیداد د ویاریال سره، ماښام ۷:۳۰ بجې ډیپورټیو آلاوز د ریال بیټیس سره او سبا یکشنبه ماخستن ۱۲:۳۰ بجې بیا سلتاویګو د اوساسونا فوټبال ټيم سره لوبیږي.

د دې ټورنمنټ په جدول کي بارسلونا د ۳۹ نمرو په درلودلو سره لومړی، ریال ماډریډ د ۳۷ نمرو په درلودلو سره دوهم، سویا د ۳۴ نمرو په درلودلو سره درېیم، اتلاتیک ماډریډ د ۳۲ نمرو په درلودلو سره څلورم او ریال سوسیداد بیا د ۳۱ نمرو په درلودلو سره پنځم ځای لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.