سپورټ کرکټ

نن د IPL بولۍ په کلکته ښارکې ترسره کېږي.

د آې پي ایل د کرکټ لوبډلو مالکان به له هوښیارۍ او تجربې کار اخلي؛ ترڅو پیاوړي او تکړه لوبغاړي د خپلو لوبډلو برخه کړي. اته لوبډلې به یو ځل بیا د دیارلسم پړاو آې پي ایل ګډونوالې وي.

راروان کال آې پي ایل کې به ۳۳۲ لوبغاړي بولي ته وړاندې شي یعنې ۹۷۱ لوبغاړو د بولي لپاره ځانونه ثبت کړي دي؛ له ۷ سوه څخه زیات هندي لوبغاړي دي او د ۲۰۰ په شاو خوا کې باندني لوبغاړي پکې برخه اخلي.

په آې پي ایل کې ۴ ځلې ممبيي لوبډله، درې ځلې چینای لوبډله، دوه ځلې کلکته، یوځل حېدراباد، یوځل راجستان او یوځل دیکان چارجرز لوبډله اتله پاتې شوې ده.

د کرېک ټرېکر وېب پاڼې په وېنا ښایي د لوبډلو مالکان پنځه تېروتنې وکړي

په باندنیو چټکو بالرانو تکیه کول به د لوبډلو د مشرانو تېروتنه وي، دا ځکه چې د هند پیچونه زیاتره د سپېن یا څوکه بالرانو لپاره ملاتړي دي او فسټ بالران پرې ډېر ښه نه چلېږي.

که د لوبډلو مالکان د الراونډرانو پرځای ډېر تاکید په فسټ بالرانو وکړي نو دا به د دوی تېروتنه وي.

۲ : خو د فسټ بالرانو په منځ کې بیا د مېچل سټارک، لسېت ملېنګا، پټ کمېنس او ډوېن براوو نه اخېستل به دویمه تېروتنه وي، چې د لوبډلو مالکان به یې کوي.

۳: د دې سربېره د الراونډرانو نه اخېستل به لوبډلې له ستونزو سره مخ کړي، هغه لوبډلې چې د الراونډرانو اخېستلو ته پام کوي؛ نو ستونزه به یې په بالېنګ او بېټېنګ په برخه کې تر ډېره حل وي.

۴: د فېټ او فوم کې توپ وهوونکو نه اخېستل

که د لوبډلو مالکان د لوبغاړو فوم ته پام ونه کړي او پرته له ژورې څېړنې یې واخلي بیا به یې لوبډلې له ناکامۍ سره مخ وي.

۵: د ای بي ډیویلېرس، رسل، رحمان الله ګربز، نجیب الله ځدران، شهزاد محمدي، شېن واټسن، جېسن رای، بټلر، وارنر او داسې نورو پیاوړو لوبغاړو اخېستل لوبډلې پیاوړې کولای شي؛ خو که دغو لوبغاړو ته پام ونه شي او لوبډلې یې وانخلي بیا به یې کارکرده ګي په زړه پورې نه وي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی