Advertisements
رسنۍ

نن د هند او ویسټ انډيز ترمنځ شل آوریزه لړۍ پېلیږي.

ليکنه: صابرحميدي

د هندوستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د هندوستان په کوربتوب نن د جمعې په ورځ د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ پېلیږي، چي دا دوې لوبډلي نن جمعه لومړۍ شل آوریزه لوبه ترسره کوي.

د هند او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ دا لومړۍ شل آوریزه لوبه نن ماښام ۶ بجې پېلیږي.

دا دوې لوبډلي بیا د لړۍ دوهمه شل آوریزه لوبه راتلونکې یکشنبه او درېیمه لوبه بیا راتلونکې چهارشنبه ترسره کوي.

دې لړۍ ته هم ویسټ انډیز او هم هند خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې.

د هند لوبډله په دې ډول ده:

ویراټ کوهلي، روهیت شرما. شریاس آیر، منېش پانډیا، واشنګټون سنډر، شېوان دوبي، رویندرا جدیجا، سنجې سېمسون، لوکیش راهول، ریشف پنټ، یزیندرا چاهال، کلدیف یاداو، دیفک چاهار، محمد شامي او بنوېشور کمار.

د ویسټ انډيز لوبه بیا په دې ډول ده:

شیمرون هیټمایر، برانډون کینګ، ایون لیویز، لیندي سېمونز، کیرون پولارډ، پابین آلین، شیرپاین روتریپورډ، ویلمس، جېسن هولډر، کیمو پاول، پوران، رامدین، کوټریل، خاري پیري او هیډین والیش.

د یادو درو شل آوریزه سیالیو وروسته د هند او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ لوبي هم د هند په کورتبوب ترسره کیږي.

د یادي لړۍ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د رواني ډیسمبر میاشتي په ۱۵مه، دوهمه په ۱۸مه او درېیمه یو ورځنۍ لوبه بیا د رواني ډيسمبر میاشتي په ۲۲مه نېټه ترسره کیږي.

ویسټ انډیز به پر داسي مهال د هند په وړاندي درې شل آوریزه او درې بیا یو ورځنۍ لوبي ترسره کړي، چي تازه ئې د افغانستان څخه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله، خو د شل آوریزه سیالیو لړۍ ئې بیا وبایلله.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.