ټاکل سوې نن د یکشنبې په ماخستن د الکلاسیکو په نوم د نړۍ دوې قوي د فوټبال لوبډلي ریال ماډریډ او بارسلونا یو د بل په وړاندي ولوبیږي.
بارسلونا او ریال ماډریډ نن ماخستن ۱۲:۳۰ بجې د ریال ماډریډ فوټبال لوبډلي په کوربتوب سانتیاګو برنباوو فوټبال لوبغالي کي یو د بل په وړاندي لوبیږي.
دا لوبه د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د سیالیو څخه ده، چي دواړو لوبډلو ورته د پوه چمتوالي خبر ورکړی.
ریال ماډریډ د بارسلونا په وړاندي ننۍ لوبي ته دغه لوبغاړي رابللي:
ګول ساتونکي: تیبو کورتوا، آرئولا او توني فویدیاس.
دفاعي کرښه کي: کارواخال، راموس، واران، ملیتائو، مارسلو او مندي.
مرکزیان: کروس، کاسمیرو، والورده، مودریچ، ایسکو او والورده.
حمله کوونکي: بنزما، وازکز، ماریانو، بیل او وینیسیوس.
بارسلونا بیا د ریال ماډریډ په وړاندي دا لوبډله اعلان کړه:
ګول ساتونکي: تراشتگن او نیتو.
دفاعي کرښه کي: سمدو، پیکه، لنگلت، آلبا، اومتیتي او فیرپو.
مرکزي: راکیتیچ، بوسکتس، آرتور، ديیونگ، ویدال او کولادو.
حمله کوونکي: میسي، گریزمن، آنسوفاتي او مارتین برایت وایت.
د لالیګا لیګ د روان پړاو په سیالیو کي یو ځلي مخکي هم بارسلونا او ریال ماډریډ فوټبال لوبډلي سره لوبېدلي وې، چي هغه لوبه بیله کومي ګولوهني صفر په مقابل کي د صفر په مساوي ډول پای ته ورسېده.
هغه لوبه د بارسلونا فوټبال لوبډلي په کورني لوبغالي نیوکمپ کي ترسره سوې وه.
د بارسلونا او ریال ماډریډ فوټبال ټیمونو ترمنځ لوبه د نوري نړۍ ترڅنګ دلته ډېر افغانان هم په ژوندۍ بڼه ګوري.
د لالیګا لیګ د نمرو په جدول کي اوس بارسلونا د ۵۵ نمرو په درلودلو سره لومړی او ریال ماډریډ بیا د ۵۳ نمرو په درلودلو سره دوهم ځای کي شتون لري.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي