نن د نړۍ تر ټولو ستره د فوټبال لوبه ترسره کیږي!

ټاکل سوې نن د چهارشنبې په ماخستن د نړۍ دوې قوي د فوټبال لوبډلي بارسلونا او ریال ماډریډ یو د بل په وړاندي ولوبیږي.
دا لوبه نن چهارشنبه ماخستن ۱۱:۳۰ بجې د بارسلونا فوټبال لوبډلي په کوربتوب په نیوکمپ فوټبال لوبغالي کي ترسره کیږي.

د بارسلونا او ریال ماډریډ ترمنځ دا لوبه د اسپانیا لالیګا لیګ له ډلي ده.
د نړۍ تر ټولو لوبو ډېر د فوټبال مینوال د بارسلونا او ریال ماډریډ لوبه ګوري، چي ننۍ لوبي ته د نوري نړۍ ترڅنګ دلته افغانستان کي هم د فوټبال زیات شمېر مینوال په تمه دي.

د بارسلونا او ریال ماډریډ ترمنځ لوبه ځانګړی نوم هم لري، چي د الکلاسیکو په نوم نومیږي.
دې لوبي ته ریال ماډریډ او بارسلونا فوټبال لوبډلو دواړو د پوره چمتوالی خبر ورکړی.

د بارسلونا روزونکي والوردې او د ریال ماډریډ روزونکي زیدان پرون د ننۍ لوبي په اړه یوه خبري کنفرانس کي وویل، چي لوبغاړي ئې پوره آماده دي.