سپورټ نړیوال کرکټ

نن د نړیوال جام لپاره د غوراوي سیالیو پایلوبه کېږي.

ليکنه: سمیع الله درانی

د نړیوال جام لپاره د غوراوي سیالۍ د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه د ۱۴ لوبډلو په ګډون په عربي متحده اماراتو کې پیل شوې وې، دغه لوبډلې په الف او بې ګروپونو وېشل شوې وې.

نن د غوراوي یا کوالیفای جام سیالیو دوه وروستۍ لوبې کېږي، دواړه لوبې په عربي متحده اماراتو کې کېږي، چې په دریم مقام باندې ایرلېنډ او نمېبیا لوبه لري؛ دا لوبه په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې کېږي، ماسپښين شل کم درې بجې به ایرلېنډ او نمېبیا لوبه پیل کړي.

وروستۍ لوبه یا پایلوبه د پاپوا نیو ګیني او نېدرلېنډ ترمنځ په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې د ماښام په اته بجو کېږي.

شپږ لوبډلو د ۲۰۲۰ م کال نړیوال جام ته غوراوی وکړ، پاپوا نیوګیني، نېدرلېنډ، ایرلېنډ، نمېبیا، عمان او سکاټلېنډ هغه لوبډلې دي، چې نړیوال جام ته یې کوالیفای وکړه.

د الف یا ای ګروپ څخه پاپوا نیوګیني، نمېبیا، سکاټلېنډ او نېدرلېنډ کوالیفای وکړه او له بي ګروپ څخه ایرلېنډ او عمان کوالیفای کړې.

پاپوا نیوګیني په ۶ لوبو کې ۵ وګټلې او نن یې پایلوبه ده، نېدرلېنډ هم په ۶ لوبو کې پنځه ګټلي، نمېبیا شپږو لوبو کې څلور ګټلي، سکاټلېنډ شپږو لوبو کې ۳ ګټلي، کینیا شپږو لوبو کې ۲ ګټلي، سېنګاپور شپږو لوبو کې ۲ ګټلي او برموډا بیا شپږ واړه لوبې بایللي دي.

ایرلېنډ شپږو لوبو کې ۴ ګټلي، عمان ۴ لوبې، عربي متحده اماراتو ۴ لوبې، هانکانګ ۳ لوبې، کاناډا ۳ لوبې، جرسي ۳ لوبې او نایجیریا بیا یوه لوبه هم ونه شوه ګټلای.

د ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریز په اسټرالیا کې د ۱۶ لوبډلو په ګډون د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه پېلېږي او د نومبر تر ۱۵ مې نېټې پورې دوام کوي.

دې جام کې به ټولې ۴۵ لوبې ترسره شي، چې افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، سریلانکا، سویلي افریقا، انګلستان، نیوزیلېنډ، اسټرالیا او ویسټ انډیز نړیوال جام کې شاملې لوبډلې وې او شپږو نورو لوبډلو دغه جام ته لاره پېدا کړه.

۲۰۱۶ م کال کې د شل اوریز جام اتلولي ویسټ انډیز ګټلې.

شل اوریز جام څلور کاله پس ترسره کېږي، د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې د مالي ستونزو له امله ونه توانېدل، چې په ۲۰۱۷، ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ م کلونوکې دا جام ترسره کړي.

افغانستان په ۲۰۱۰ م کال کې د لومړي ځل لپاره په دې جام کې ولوبېد او له هندوستان او افریقا سره یې لوبې وکړې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی