مارچ 5, 2021

نن  د میس عینک زون لوبډله مرکزي زون کابل سره په سیالۍ کې مخامخ ده 

د افغانستان د کورني کرکټ غازي امان الله خان په نوم دویم پړاو «لیست ای» ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې سیالیو سوپر سیکس مرحلې په څلورمه سیالۍ کې نن مرکزي زون کابل د مس عینک زون لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ ده.

 د سوپر سیکس یا ۶ بهترینو لوبډلو پړاو په لمړۍ لوبه کې د سپین غر زون کابل ته، دویمه سیالې کې بند امیر میس عینک ته او د پرون ورځې دریمې سیالۍ کې بوسټ د امو زون لوبډلې څخه ماتې وخوړه.

 د لیست ای په نوم دویم پړاو سیالۍ، چې ۹ ورځې وړاندې په کابل کې پیل شوې دي، د لمړي پړاو ګروپي ډول سیالیو څخه سپین غر او بند امیر لوبډلو د خپلو ګروپونو څخه د لمړۍ لوبډلې په توګه دویم پړاو ته تللې وې.

 د نن ورځ سیالي به د دواړو لوبډلو ترمنځ د سهار په ۹ بجو او ۳۰ دقیقو سره پیل شي او همدا راز د سبا ورځ په سیالۍ کې به سپین غر زون لوبډله د بند امیر خلاف بخت و ازمايي.

د غازي امان الله خان په نوم دویم پړاو «لیست ای» سیالیو کې د ۶ زونونو کابل، سپین غر، بند امیر، میس عینک، امو او بوسټ لوبډلې شاملې دي، چې پکې سپین غر زون لوبډلاوس تر ټولو مخکښه لوبډله ده.

 د لیسټ ای په نوم د کرکټ دا ۵۰ اوریزه سیالۍ به د همدې جولاي میاشتې تر ۲۷ مې نيټې پورې د کابل په نړیوال لوبغالي کې دوام وکړي.