سپورټ فوټبال

نن د فوټبال خورا جذابي لوبي ترسره کیږي!

ليکنه: صابرحميدي

نن د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ په سیالیو کي خورا جذابي لوبي ترسره کیږي

نن سې شنبه د اروپا د اتلانو لیګ یا چمپینزلیګ فوټبال لیګ په سیالیو کي ۸ لوبي ترسره کیږي، چي په یادو لوبو کي ۱۶ لوبډلي یو د بل په وړاندي د اروپا په بیلابیلو هیوادونو کي سره لوبیږي.

په یادو لوبو کي ګلب برګ د پي ایس جي سره، ریال ماډریډ د ګالاتا سرای سره، اُلمپياکاس د بایرن مونیخ سره، تاتنهام د کریوینا زیویزډا سره، شاختار ډونټسک د ډینامو زګریب سره، منچسټر سیټي د اتلانتا سره، اتلاتیک ماډریډ د بایرن لیورکوزن سره، او جیونټوس بیا د لوکو موټیو مسکو سره لوبیږي.

په یادو سیالیو کي دوې لوبي نن ماخستن ۹:۳۰ بجې پېلیږي، خو نور ټولي لوبي نن سې شنبه ماخستن ۱۱:۳۰ بجې پېلیږي.

د دې لیګ په نورو اتو لوبو کي بیا سبا چهارشنبه ماخستن ۱۶ لوبډلي یو د بل په وړاندي لوبیږي.

په یادو لوبو کي بیا خنک د لیورپول په وړاندي، سالزبرګ د ناپولي په وړاندي، انټر میلان د دورتمند په وړاندي، بارسلونا د سلاویا پراګ په وړاندي، لیپزیک د پیټرسبورګ په وړاندي، بینیفیکا د لیون په وړاندي، اژاکس د چلسي په وړاندي او لیل بیا د والینسیا په وړاندي لوبیږي.

په یادو سیالیو کي هم دوې لوبي سبا د چهارشنبې په ماخستن ۹:۳۰ بجې پېلیږي، خو نوري ټولي لوبي د شپې په ۱۱:۳۰ بجې پېلیږي.

دا لیګ هر کال د اروپا د بیلابیلو ۳۲ قوي لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

د دې لیګ تېر پړاو اتلولي لیورپول خپله کړې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.