نن د فوټبال افغان غوره لیګ پېلیږي

ليکنه: صابر حميدي
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالۍ نن سې شنبه کابل کي د فوټبال فدراسیون په فوټبال لوبغالي کي پېلیږي.
په یاد لیګ کي ۸ ټیمونه ګډونوال دي، چي میوند اتلان، شاهین آسمایي، طوفان هریرود، سیمرغ البرز، عقابان هندوکش، اباسین څپې، سپین غر بازان او موجهای آمو دي.

په پچونه کي یادي لوبډلي په دوو ګروپونو وېشل سوي، چي په لومړي ګروپ کي طوفان هریرود، میوند اتلان، موجهای آمو او سېمرغ البرز راووتلې او په دوهم ګروپ کي بیا شاهین آسمایي، اباسین څپې، سپین غر بازان او عقابان هندوکش لوبیږي.
ټاکل سوې د دې ټورنمنټ په لومړۍ لوبه کي نن مازدیګر ۵:۳۰ بجې طوفان هریرود او سېمرغ البرز لوبډلي سره ولوبیږي.
د دې لوبي مخکي د یادو سیالیو د پیل یو لړ خاص مراسم هم ترسره کیږي.
د دې لیګ اتلولي ۴ ځلي شاهین آسمایي، ۲ ځلي طوفان هریرود او یو ځلي بیا سپین غربازانو خپله کړې.
دې لیګ ته ګډونوالو اتو لوبډلو پوره چمتوالی نیولی.




وروستي مطالب

د طالبانو ضد ولسي پاڅون؛ له ۱۲ ډیرو ولایتونو کې خلک پاڅیدلي، خو څه باید وشي؟

by بشر درویش in افغانستان

وروسته له هغه چې امریکا او طالبانو موافقه وکړه او اوس سږکال د امریکایي ځواکونو چټک وتل پيل شول، ورسره همهاله افغانستان کې خورا توده جګړه پيل شوه. دا اوس هم پرته له څو ولایتونو ... نور ولولئ