مارچ 2, 2021

نن د افغانستان د فوټبال غوره لیګ  دوهمه اونۍ پېلیږي

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالۍ تیره سې شنبه پیل سوې، چي په لومړۍ اونۍ کي ئې ۴ لوبي ترسره سوې.
تېره سې شنبه طوفان هریرود ۱ ګول پر ۰ سېمرغ البرز ته ماته ورکړه، تېره چهارشنبه بیا شاهین آسمایي ۱ ګول پر ۰ عقابان هندوکش ته ماته ورکړه، تېره پنجشنبه میوند اتلانو ۱ ګول پر ۱ ګول لوبه د موجهاي آمو سره مساوي کړه، خو تېره جمعې ورځ بیا سپین غر بازانو ۴ ګولونه پر ۱ آباسین څپې ته ماته ورکړه.
خو د دې لیګ د دوهمي اونۍ په لوبو کي نن چارشنبه موجهای آمو د طوفان هریرود په وړاندي، سبا پنجشنبه شاهین آسمایي د سپین غر بازانو په وړاندي او بل سبا جمعه بیا میوند اتلان د سېمرغ البرز سره لوبیږي.
دا ټولي لوبي مازدیګر ۶ بجې پېلیږي.
په یاد لیګ کي ۸ ټیمونه ګډونوال دي، چي میوند اتلان، شاهین آسمایي، طوفان هریرود، سیمرغ البرز، عقابان هندوکش، اباسین څپې، سپین غر بازان او موجهای آمو دي.
یادي لوبډلي په دوو ګروپونو وېشل سوي، چي په لومړي ګروپ کي طوفان هریرود، میوند اتلان، موجهای آمو او سېمرغ البرز راووتلې او په دوهم ګروپ کي بیا شاهین آسمایي، اباسین څپې، سپین غر بازان او عقابان هندوکش لوبیږي.
د دې لیګ اتلولي ۴ ځلي شاهین آسمایي، ۲ ځلي طوفان هریرود او یو ځلي بیا سپین غربازانو خپله کړې.

نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ