اپریل 19, 2021

نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي.

رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر «مولود چاوش اوغلو» به دا مراسم نن د افغانستان د سفارت په انګړ کې د نیالګیو په خښولو سره ونمانځي، او په دغو مراسمو کې به، چې د دواړو هېوادونو د ملګرتیا سمبول بلل شوی، د افغانستان سفیر «امیرمحمد رامین» هم برخه لري.

د ترکیې د انادولیا خبري آژانس په راپور کې راغلي، چې د نیالګیو له خښولو وروسته به له کابل سره یو ویډیویي کنفرانس جوړېږي او ښاغلی اوغلو به پکې وینا کوي.

ترکیې خپل سفارت په ۱۹۱۹ کال په کابل کې پرانیست او له افغانستان سره یې د ۱۹۲۱م د مارچ په لومړۍ نېټه د ائتلاف تړون لاسلیک کړ، چې ورسره د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې شوې.

ویل کېږي، چې د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې د نمانځې په خاطر په جوړېدونکي کنفرانس کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر «محمدحنیف اتمر» هم ګډون کوي.

په ورته وخت کې په کابل کې د ترکیې سفیر اوغوز خان ارطغرل د افغانستان او ترکیې د ديپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په مناسبت په خپاره کړي مطلب کې ویلي چې تل یې په بېلو مواردو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده او په بېلو برخو کې به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

د نوموړي په خبره افغانان له څلورو لسیزو راهیسې د جګړې په اور کې راګیر دي او ددې جګړو د ختمولو یوازینۍ او اغېزناکه لار بین الافغاني مذاکرات دي.

ارطغرل وایي هېواد یې تل په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی او په دې برخه کې به خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي.

هغه زیاته کړې چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړي دي او تمه لري چې ژر تر ژره په دغه هېواد کې روانه جګړه ختمه کړل شي.