فبروري 25, 2021

نن د آزادي مبارزې تکړه  افغان لوبغاړی د روسي سیال سره لوبیږي

ټاکل سوې نن شپه د کابل په وخت ۸:۳۰ بجې د افغانستان د جوجیتسو او آزادي مبارزې تکړه لوبغاړی حسین بخش صفري د خپل روسي سیال پیتر برګ په وړاندي ولوبیږي.

دا لوبه د روسیې مسکو ښار په ادرینالین لوبغالي کي ترسره کیږي، چي د قفس دننه به افغان لوبغاړی د خپل روسیي سیال په وړاندي میدان ته کښته سي.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي دا لوبه د آریانا ټلویزیون له لوري په ژوندۍ بڼه لیدلای سي.
د افغانستان تکړه لوبغاړي حسین بخش صفري پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي ویلي، چي تېره شپه ئې د یادي لوبي لپاره وزن کتنه وکړه.

هغه ویلي، چي د روسي سیال په وړاندي ننۍ لوبي ته ئې پوره چمتوالی نیولی.
صفر وویل((ګرانو وطنوالو له تاسو دا غوښتنه لرم، چي ننۍ لوبه په ژوندۍ بڼه وګورئ. د دې لوبي ګټونکی به زه یم ان شاالله))
د افغان لوبغاړي تکړه سیال پیتر برګ هم د ننۍ لوبي لپاره د پوره چمتوالي خبره کړې.
حسین بخش صفري د افغانستان د جوجیتسو ملي لوبډلي تکړه لوبغاړی دئ او د هغه ترڅنګ د آزادي مبارزې په لوبو کي هم لوبي ترسره کوي، چي د ښه ځلېدو له امله ئې د افغانستان لپاره ګڼ شمېر مډالونه او کمربندونه ګټلي دي.