نن بارسلونا د ریال سوسیداد فوټبال ټيم سره لوبیږي

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۷مي اونۍ په لوبو کي نن ماښام د کابل په وخت ۷:۳۰ بجې بارسلونا د ریال سوسیداد فوټبال  لوبډلي سره لوبیږي.

دا لوبه د ریال سوسیداد لوبډلي په کوربتوب په ریل ارینا فوټبال لوبغالي کي ترسره کیږي، چي په زرګونه مینوال ځایوي او دا لوبه به په زرګونه مینوال په ژوندۍ بڼه په یاد لوبغالي کي له نژدې وګوري.
د دې لیګ په نورو لوبو کي نن مازدیګر ۴:۳۰ بجې ګراناډا د لوانتې سره، نن ماخستن ۱۱ بجې اتلاتیک بلباوو د ایبار سره او نن ماخستن ۱۲:۳۰ بجې بیا اتلاتیک ماډریډ د اوساسونا سره لوبیږي.
بلخوا بیا د دې لیګ نوري مهمي لوبي سبا یکشنبه ترسره کیږي.
د یادو لوبو له ډلي به سبا ماپښین ۳:۳۰ بجې ختافه د ریال والاډولیډ سره، مازدیګر ۵:۳۰ بجې سلتاویګو د مایورکا سره، ماښام ۷:۳۰ بجې اسپانیول د ریال بیټیس سره، ماخستن ۱۱ بجې سویا د ویاریال سره او سبا یکشنبه ماخستن ۱۲:۳۰ بجې بیا ریال ماډریډ د والینسیا فوټبال لوبډلي سره لوبیږي.

ها خوا راتلونکې یکشنبه د نړۍ تر ټولو ستره د فوټبال لوبه ترسره کیږي.
دا لوبه د ریال ماډریډ او بارسلونا ټيمونو ترمنځ ده، چي د الکلاسیکو په نوم نومیږي.
ریال ماډریډ او بارسلونا به راتلونکې چهارشنبه ماخستن ۱۱:۳۰ بجې یو د بل په وړاندي سره ولوبیږي.

د دې لیګ د نمرو په جدول کي بارسلونا لومړی، ریال ماډریډ دوهم، سویا درېیم، ریال سوسیداد څلورم او ختافه بیا پنځم ځای لري.

وروستي مطالب