مارچ 2, 2021

نن افغان ۱۹ کلنه لوبډله د اووم مقام ګټلو لپاره د سویلي افریقا سره لوبیږي!

ټاکل سوې نن چهارشنبه غرمه افغان ۱۹ کلنه کرکیټ ملي لوبډله د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام په سیایلو کي د اووم مقام ګټلو په موخه د کوربه  سویلي افریقا ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي لوبه ترسره کړي.
دا لوبه د سویلي افریقا په بینوني ښار کي نن غرمه ۱۲:۳۰ بجې پيلیږي.
ملي سپورټ دا لوبه په ژوندۍ بڼه خپروي.

افغان ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کي څلور لوبي ترسره کړي، چي له ډلي ئې دوې ګټلي، دوې بایللي او یوه لوبه ئې بیا د باران له امله لغوه اعلان سوه.
افغانانو په ګروپي سیایلو کي سویلي افریقا، او متحده عربي آماراتو ته ماته ورکړه، خو درېیمه لوبه، چي ټاکل سوې وه د کاناډا سره ئې ترسره کړي د اورښت له امله لغوه سوه.
وروسته په کواټر پاینل سیالیو کي افغانستان د پاکستان څخه ماته وخوړه او وئې نسو کړای، چي درېیم پړاو یا نیمه پایلوبي ته ووځي.
وروسته افغان لوبډله د پنځم مقام ګټلو په موخه د آسټرالیا سره ولوبېده، چي له هغې لوبډلي څخه ئې ماته وخوړه.

اوس افغانستان د اوو مقام ګټلو لپاره د سویلي افریقا سره لوبیږي.
افغانستان به د سویلي افریقا سره پر داسي مهال ولوبیږي، چي یو ځلي مخکي ئې سویلي افریقا ته سخته ماته ورکړې.

د ۱۹ کلنو ترمنځ د دې نړیوال جام پایلوبي ته پاکستان، هندوستان، نیوزیلینډ او بنګله دېش لاره پيداکړه، چي پرون هند ـ پاکستان ته سخته ماته ورکړه او پایلوبي ته ئې لاره پیداکړه.
د دې جام دوهمه نیمه پایلوبه سبا د پنجشنبې په ورځ نیوزیلینډ او بنګله دېش ترسره کوي، خو د جمعې په ورځ د پنځم مقام ګټلو لپار آسټرالیا او ویسټ انډيز او د شنبې په ورځ بیا پاکستان د سبانۍ لوبي د بایلونکي لوبډلي سره د درېیم مقام ګټلو په موخه لوبیږي.
د دې جام وروستۍ او پاینل لوبه به بیا د یکشنبې په ورځ د سبانۍ لوبي ګټونکې لوبډله د هند سره ترسره کړي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




جاپاني پوهان: د زړښت ضد نوي درمل کشف شول

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : په زړه پورې

ژباړه د جاپان څېړونکو نوى ميکانيزم کشف کړى، چې د حجرو له زړښت څخه مخنيوى کوي. • د راپورونو پر اساس، “ماکوتو ناکانسي” د توکيو د طبي پوهنتون پروفيسور وايي، چې د کشف شوي ميکانيزم ... نور ولولئ