افغانستان سرسکالو

ننګرهار کې ۲۲ طالبان له دولت سره یوځای او ۷ داعشیان تسلیم شول

لیکنه: سیلۍ اسد

د ننګرهار ولایت مقام وایي، په دغه ولایت کې ۲۲ طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شوي او ۸ تنه د داعش ډلې غړي بیا تسلیم شوي دي.

د ننګرهار له ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ولایت کې د ملي امنيت رياست په هڅو د يو سرګروپ په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان د سولې بهير سره يو ځای او اته داعش وسله وال د خپلو ديرش ميله سپکو او درنو وسلو سره تسليم شول، چې په خپلو تېرو کړنو يې پښيماني وښوده او ژمنه يې وکړه چې په عادي ډول به ژوند وکړي.

خبرپاڼه لیکي، د معلوماتو له مخې يادو وسله والو مخالفينو د دې ولايت په هسکې مېنې، خوږياڼو، شينوارو او بټي کوټ ولسواليو کې ترهګریز فعاليت کوه.

دغه خبرپاڼه وایي، ياد کسان چې نن دوشنبه د ملي امنيت رياست کې د يو کنفرانس په ترڅ کې رسنيو ته وښودل شول په خپلو خبرو کې يې وويل، چې په دې وروستيو کې ورته جوته شوه، چې دوی د ګاونډيو هېوادونو په لمسون تخريبي کړنې تر سره کوي او مشران يې هم افغانان نه بلکې پردي دي؛ نو ځکه يې سولې بهير سره يو ځای کېدل او تسليميدل مهم وګڼل.

دغه راز راپورونه وایي، په کونړ ولایت کې هم یو شمېر وسله‌وال طالبان د دولت د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سیلۍ اسد

تبصره مو ولیکئ