سپورټ کورنی کرکټ

ننګرهار کې د غازي امان الله خان کرکټ سیالیو پرانېسته وشوه.

سمیع الله درانی

د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان لوبغالي کې د پنځه زونونو ترمنځ د غازي امان الله خان لېست ای کرکټ سیالیو پرانېسته د کرکټ بورډ د چارواکو له خوا وشوه.

دا پرانېست غونډه د سه شنبې په ورځ سهار شا او خوا لس بجې وشوه، د پرانېستې مراسمو ته د کرکټ بورډ اجرایوي مشر لطف الله ستانکزی او یو شمېر نور کرکټ چارواکي راغلي وو.

دا سیالۍ د افغانستان د پنځه زونونو لوبډلو له خوا پیل شوې، سپین غر، مِس عېنک، بند امیر، امو او بُست هغه زونونه دي، چې دې لوبو کې یې لوبډلې لوبېږي.

دا سیالۍ ۱۳ ورځې دوام کوي او د سپټمبر په ۲۳ مه نېټه پای ته رسېږي.

د یادو سیالیو پایلوبه د سپټمبر په ۲۳ مه نېټه په کابل لوبغالي کې کېږي.

د سپین غر زون کرکټ بورډ ویاند فضل الرحیم رحیمي یاران وېب پاڼې ته وویل، چې « د ۲۰۱۰ م کال راهیسې دا سیالۍ په افغانستان کې کېږي. لومړی پړاو یې بند امیر او دوهم یې بُست زون ګټلی و».

رحیمي د دې لوبو د ارزښت په اړه یاران وېب پاڼې ته وویل، چې دا لوبې د کورني کرکټ بنسټ دی، کله چې دلته لوبغاړي ولوبېږي، د یو ورځنیو لوبو سره بشپړه اشنایي پېدا کوي، شاټ وهلو، وېکټ ساتلو او بالران بیا د وېکټو اخېستلو او توپ اچولو سره اشنا کېږي.

د سپین غر زون کرکټ بورډ مشر میوند مجاهد بیا دا سیالۍ د لوبغاړو لپاره په دې ارزښتناکې وبللې، د میوند په خبره د دې لوبو له لارې لوبغاړي له کرکټ سره نږدې پاتې کېږي او کرکټ ته ځوانان لا تشویقېږي، د هغه په وېنا د دې سیالیو په وسیله به په هېواد کې کرکټ پیاوړی شي او راتلونکي کې به ملي لوبډلې ته ترې ښه لوبغاړي ورکړل شي.

د غازي امان الله خان لېسټ ای ( یو ورځنیو) سیالیو لومړۍ لوبه

د نوموړو لوبو لومړۍ هغه یې د بند امیر زون او امو زون ترمنځ ترسره شوه، پچه د بند امیر زون لوبډلمشر ضیاءالحق وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

دې لوبډلې په ۴۳ اعشاریه ۴ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د دروېش رسولي د ۵۵ منډو په مرسته ۱۶۱ منډې وکړې او امو لوبډلې ته یې ۱۶۲ منډې هدف ورکړ.

سلیم د امو لوبډلې لپاره درې، لوبډلمشر مېروېس اشرف، ابراهیم او عبد الله مزاري دوه، دوه وېکټې واخېستې.

امو لوبډلې دا هدف په ۳۷ اعشاریه ۵ اورونوکې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او بند امیر لوبډلې ته یې په ۴ وېکټو ماته ورکړه.

نجات مسعود، وقار سلام خېل او نوید دوه، دوه وېکټې ترلاسه کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی د امو زون الراونډر ابراهیم وپېژندل شو، هغه درې وېکټې واخېستې او ۳۱ ناسوځېدلې منډې یې هم وکړې.

نن د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۱ مه نېټه سهار مهال د سپین غر زون او مِس عېنک ترمنځ د یادو سیالیو دوهمه لوبه کېږي.

سپین غر او مِس عېنک مخکې دوه ځلې سره مخ شوي دي، چې دواړه ځله سپین غر زون، مس عېنک ته ماتې ورکړي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی