نغمه وايي خلکو مې د مرګ اوازه خپره کړې خو زه روغه جوړه یم

وتلې افغان سندرغاړې نغمه وايي، ځینو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې ددې د مرګ اوازه خپره کړې چې ګوندې په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوې ده.
نوموړې چې له اږوده ځنډ وروسته د شنبې په ورځ پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه راڅرګنده شوه وايي” په میډیا او یوټیوب کې په دې وروستیو کې یو دروغ خبر خپور شوی چې ګوندې زه په یوه ترافیکې پېښه کې په حق رسیدلې یم.“
نغمه وايي ددې خبر له خپریدو وروسته ورته ډیر ټیلفونونه او پیغامونه استول شوي او ددې دوستان او مینه وال یې اندېښمن کړي دي.
هغې خپلو ټولو خواخوږو ته ډاډ ورکړې چې هیڅ حادثه ورته نه ده شوې او روغه جوړه ده.
نوموړې همدارنګه ویلي چې د بوختیاوو له کبله فیسبوک کې ډیر حضور نه لري او له خپلو مینه والو یې له دې کبله هم بښنه غوښتې.
نغمه د افغانستان نامتو سندرغاړې ده چې سندرې یې زیات مینه وال لري.




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ