فبروري 24, 2021

نعیم وردګ: د سولې بین الافغاني مذاکرات نه دي ځنډول شوې

د افغان سولې د دوهم پړاو له پیل څخه څو ورځې وروسته یو شمیر کورنیو او بهرنیو رسنیو خبر خپور کړ، چې بین الافغاني مذاکرات د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن د نوي حکومت تر پیل کیدو پورې ځنډول شوي دي.
خو تیره شپه بیا په قطر کې د طالب پلاوي ویاند محمد نعیم وردګ، رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکرات نه دي ځنډېدلي او د دواړو لورو د تماس ډلې له یو ـ بل سره په جریان کې دي.
محمد نعیم وردګ ویلي: “هغه خبرونه چې وايي په دوحه کې بين الافغاني مذاکرات تر نا معلومې نېټې پورې ځنډيدلي، حقيقت نه لري، د بين الافغاني مذاکراتو دواړو ټيمونو تر منځ تماسونه جريان لري.”
نعیم زیاته کړې “د يادونې ده چې په هېڅ ځای کې د مذاکراتو مجلسونه روزمره او په مسلسل ډول نه وي، ځکه کله کله خپل منځي مجالسو ته هم ضرورت پېښېږي.”
د افغان حکومت مرکچي پلاوي او د ملي روغې جوړې عالي شورا بیا تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.
د افغان سولې مذاکرات، چې له شل ورځني ځنډ څخه وروسته د روانې میلادي میاشتې په ۶مه نیټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شول، یوازې یو ځل د دواړو لورو ترمنځ مخامخ ناسته شوې ده، چې جزیات یې لا هم له رسنیو سره نه دي شریک شوي.
تېره ورځ د روېټرز خبري اژانس د دواړو لورو د سرچینو په حواله ویلي وه، چې دوحه کې د سولې مرکچیانو خبرې درولي او دې ته په تمه دي چې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د افغانستان په اړه څه ډول تګلاره اعلانوي.
رویترز زیاته کړې وه چې بایډن یوه اوونۍ وروسته یعنې راتلونکې چهارشنبه د لوړې مراسم ترسره کوي او د سولې مرکچیان غواړي وپوهېږي چې نوموړی له افغانستانه د ځواکونو ایستلو په برخه کې د ډونالد ټرمپ مهالوېش تعقیبوي او که څنګه.
د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي هم د نوم نه‌ښودلو په شرط دغه اژانس ته ویلي وه، دوی د امریکا د نوې ادارې تګلارې ته په تمه دي چې د سولې هوکړې ته څومره ژمنه پاتې کېږي.
د طالبانو دغه غړي ویلي وه، که چېرته امریکایان له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په برخه کې په خپلو ژمنو ونه‌درېږي، دوی به جدي اقدامات وکړي او د جګړې په کلیدي ځایونو کې به بېرته سخت‌دریځي ځای پر ځای کړي.
د بین‌الافغاني خبرو دوهم پړاو د تېرې اوونۍ په وروستیو کې پیل شو، خو تر اوسه یوازې یو ځل د دواړو لورو مرکچیانو مخامخ سره کتلي دي او د تماس ډلو یې لږ تر لږه دوه ځله غونډې کړې دي.
په کابل کې یوې ډيپلوماتیکې سرچینې روېټرز ته ویلي وه، فکر نه‌ کوي چې د بایدڼ د لوړې تر مراسمو دې د دوحې په خبرو کې دې کوم پرمختګ وشي.
د طالبانو لوري دا خبرې په کلکه رد کړي او د بین الافغاني خبرو د جریان خبره یې وکړه.
شاوخوا څلور میاشتې وړاندې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شول چې تر اوسه کومې مثبتې پایلې ته رسیدلې نه دي.
بل خوا په هېواد کې جګړه او هدفي وژنې شدیدې شوې او عام افغانان ژر تر ژره د جګړې ختمېدل غواړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*