نعیم وردګ:که بهرني عسکر لاړ نه شي، د سولې پروسه زیانمنېږي

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم له نیوز ویک سره په خبرو کې ویلي، د بایډن ادارې ته په کار ده چې د دوحې پر هوکړه عمل وکړي او خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که امریکا خپل سرتېري تر مې میاشتې پورې له افغانستان و نه باسي، نو ښایي دا کار د بین الافغاني مذاکراتو پروسه جنجالي او زیانمنه کړي.

نوموړي همدا راز ټینګار کړی چې طالبان هوکړې ته ژمن دي، خو امریکا یې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

طالبان داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې امریکا بیا د ژمنو پر نه عملي کولو او دغه راز د جګړې د نه کمولو له امله طالبان ملامت بولي او ټینګار کوي چې له همدې امله به د سولې پر هوکړه بیا کتنه کېږي.

په ورته وخت کې بیا المان په افغانستان کې د خپل نظامي ماموریت د احتمالي تمدید خبر ورکړی دی.

د المان د دفاع وزیرې په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د دوی نظامي ماموریت د روان کال په مارچ کې پای ته رسېږي خو په دې لټه کې دي چې دغه ماموریت تر ۲۰۲۲ ز کال پورې تمدید کړي.

نوموړې ویلي چې له پارلمان سره په دې اړه بحثونه روان دي او ښايي دوی ډېر ژر په دې هکله موافقه ورسره وکړي.

المان دمګړی په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰ سرتېري لري چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې تر ډېره د هېواد په شمالي ولایتونو کې د افغان پوځ د روزنې او ملاتړ دنده پر مخ وړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي