نظام ته درناوی؛ نظام د شموليت په معنا

ژباړه: فاطمه صالحي

هغه نظام چې موږ ورڅخه يادونه کوو يوازې د حکومت، تګ راتګ او يا هم د کار د قوانينو مربوط نه بلکې د شموليت په مانا دی چې ډير لوی او د ژوند زياتره اړخونه په خپل ځان کې رانغاړي.

زموږ ژوند او اړيکې په يو ځانګړي نظام کې تنظيم شوې چې بايد ورته پاملرنه وکړل شي. اسلام موږ او تاسو ته حکم کوي چې خپل ژوند او کارونه منظم کړو تردې چې خپل احساسات او خواهشات هم تنظیم او کابو کړو،  خاص د الله (ج) د رضا لپاره مينه وکړو،  اړيکې رامنځته کړو او خاص د همغه (ج) د رضا په خاطر  کرکه او نفرت وکړو.

پر فقير، محتاج او ناروغ رحم وکړو د ظالم او د هغه له ظلم څخه کرکه وکړو. د حق او ريښتينولي پلوي اوسو، باطل او دروغ بد وګڼو او بلاخره ځان ورڅخه وژغورو. زموږ فردي او ټولنيز ژوند،  اړيکې،  خپلولۍ، معاملات، حاکم او محکوم دا ټول په يو نظام کې ترتيب شوي دي چې باید سرغړونه ورڅخه ونشي . يو پرمختلې ټولنه ترهغه پورې نشي رامنځته کيدای تر څو پورې چې وګړي يې د نظام، د ټولو لويو او کوچنيو قوانينو، قشرونو، نارينه وو،  ښځينه وو او ماشومانو ته درناوی ونکړي.

نظام يوه الهی پديده ده:

الله تعالی په سورت القصص کې فرمايلي: ژباړه: {ورته ووايه!  خبر راکړئ! که چيرې الله تعالی درباندې همېشه تر قيامته پورې شپه جوړه کړي، نو د الله تعالی نه سېوا بل څوک داسې معبود دی چې تاسو لره رڼا درکړلی شي؟ . نو ايا تاسو نه آورئ!.

ورته ووايه خبر راکړئ! که چېرته الله تعالی درباندې همېشه تر قيامته پورې ورځ جوړه کړي نو د الله تعالی نه سيوا بل څوک داسې معبود دی چې تاسو ته شپه راولي تر څو پکې آرام وکړئ نو آيا تاسو نه ګورئ؟.} (۷۱-۷۲)

يقينا  الله (ج) د کائناتو لپاره يو نظام او د ژوند لپاره يو قانون پيدا کړی چې شپه يې د راحت،  ارام او اطمنان لپاره او ورځ يې د کار،  کسب او ملاقاتونو لپاره پيدا کړې. نه ورځ پر شپې زياتی کوي او نه هم شپه د ورځې کوم ساعت خپلوي/ نيسي بلکې هر څه منظم پر مخ روان دي چې دا يو نا اشنا الهی تنظيم دی.

نه يوازې شپه او ورځ بلکې د کال فصلونه او مياشتې هم منظمې او مرتبې دي (هجری کال) په اوړي کې باران نه وريږي او نه په ژمې کې لمر سوزونکی وي. هر څه په خپله اندازه دی{إنا کل شيئ خلقناه بقدر}. (سورة القمر 49)

ژباړه: موږ هر څه په اندازه پيداکړي.

لمونځ او د وختونو تنظيم: يو له نا اشنا قسم تنظيم  څخه چې د الله تعالی پرې زموږ ژوند منظم کړ هغه لمونځ دی، چې یو مسلمان شخص یې په ورځ کې پنځه ځلې پر خپل وخت او پر يوې معينې طريقې سره ترسره کوي،  د هغې نه خلاف، کموالی او زياتوالی پکې د منلو وړ ندی. که چيرته کوم مسلمان شخص په خپل ژوند کې له دې سرغړونه وکړي نو د الهی نظام څخه به يې سرغړونه کړې وي.

لکه څنګه چې په ورځ کې د لمانځه لپاره يو خاص او ځانګړی ترتيب دی کوم چې د غير مسلمو په ژوند کې نشته، نو تاسې هم بايد خپله ورځ په پنځو برخو وويشئ،  او هغه برخې چې د لمونځونو ترمنځ واقع دي خپل کارونه پکې تنظيم کړئ چې دا يو په زړه پورې تقسيم دی.

زموږ په ژوند کې د نظام د بې احترامۍ نيمګړتياوې:

ډير د تأسف ځای دی چې نن ورځ ځينې ټولنې د نظم او دسپلين څخه بې برخې دي او  پرمختللې ټولنې پرې ملنډې وهی. موږ به د نظام پر وړاندې د احترام نه درلودلو ځينې نيمګړتياوې ذکر کړو:

۱- زموږ له نظام څخه د سرغړونې تر ټولو مشهوره نقیصه داده چې تاسو به داسې ځای ونه وينئ چيرته چې خلک د راکړې ورکړې او يا د خپل ژوند د اړتيا وړ شيانو د اخيستلو لپاره معاملات ترسره کوي مګر دا چې هلته به خلک له بې نظمۍ سره مخامخ وي چې له امله يې يو د بل پر حق زياتی هم ترسره کيږي او حقونه يې له پامه غورځول کيږي.

۲- د هر کار د ترسره کولو پروسې او تنظيم لپاره ځينې قوانين رامنځته کيږي مګر داسې هيڅوک نشته چې د هغې قوانينو احترام وساتي او تطبيق يې کړي.  زياتره کارکونکي ورڅخه سرغړونه کوي په داسې حال کې چې دا ډيره اړينه موضوع ده چې د يو هېواد ټولو قوانينو او مقرراتو ته بايد په يو نظر وکتل شي او درناوی يې وشي.  تر څو هر کار په سمه توګه ترسره کړل شي.

۳- په اسلامي ټولنو کې رئيس او حاکم د قانون په رأس کې قرار لري چې هغه پخپله د قانون جوړونکی وي او هغه ته د قوانينو د تطبيقولو صلاحيت ورکول کيږي. تردې چې د کابينې جوړول هم د هغه د حکم مطابق ترسره کيږي. خو که چيرته اړتيا پيښه شي چې يو ريس دې تبديل او يا هم له دندې لرې کړل شي نو ددې کار د ترسره کولو لپاره هم قوانين شتون لري. هر وخت چې وغواړي له دندی څخه يې لرې کولی او ټول قوانين پرې تطبيقولی شي. په اسلامی ټولنه کې رعيت د خپل مشر سره د هرې لويې او کوچنۍ معاملې حساب کولی شي. ليکن موږ دا هر څه پرېښي او خپله ټولنه مو په ستونزو کې اچولې ده.

۴- د نظم د نه مراعت کولو ډيرې نښې  د خلکو ترمنځ شتون لري لکه د څارندوی په نشتون کې  ترافيکي نښو ته پاملرنه نکول او ياهم په عامه ځايونو کې د کثافاتو غورځول. اکثره خلک دا کارونه په داسې حال کې ترسره کوي چې يو مسلمان بايد د خپل ځان داخلي داسې څارندوی اوسي لکه څنکه چې رسول الله (ص) فرمايلي دي: {ته د الله تعالی داسې بندګي او اطاعت کوه لکه ته چې هغه وينې،  که داسې نه وي نو هغه الله( ج) خو حتما تا ويني}. دا زموږ اسلامی ثقافت دی چې بايد پاملرنه ورته وکړل شي.

۵- د نظام او قوانينو څخه د سرغړونې يو لامل دادی چې موږ انفرادي کارونو او ګټې ته په ټولنيزو کارونو لومړيتوب ورکړیې سره له دې چې زموږ دين يو اجتماعي او ټولنيز دين دي او د قرانکريم ټول ايتونه او نبوی احاديث پرې دلالت کوي. د ټولنيزو کارونه ترټولو ښه بېلګه يې د نبوي مسجد جوړول او د حندق په غزا کې د مدينې منورې شاوخوا د خندق کیندل او د انصارو او مهاجرو ترمنځ د ورورۍ تړون لاسليکول دي چې  مسلمانانو د مکې څخه مدينې ته د هجرت نه وروسته ترسره شوي دي. نن ورځ غرب پردې يقين لري چې اجتماعي ګټې په انفرادي ګټو مهمې دي،  او دغې مسئلې ته يې ډيره توجه کړې. په داسې حال کې چې موږ ټول په خپلو فردي کارونو اخته يو او اجتماعي کارونو او خپل ثقافت ته مو شا اړولې ده. چې له امله يې نن ورځ په لويو ستونزو او کړاونو کې ژوند تيروو. ځينې خلک دا ګومان کوي چې نظام د ژوند يوه کوچنۍ مسئله ده خو قطعا داسې نده. بلکی نظام د يوې ټولنې او تمدن د پرمختګ،  ودې او بقا په برخه کې ډيره حساسه او ډيره مهمه مسئله ده.