نظام الدین اولیاء د خپل وخت لوی ولي او د کرامت خاوند وو

ليکنه او راټولونه

نظام الدین اولیا د هند یو له ډېرو مشهورو صوفیای کرامو څخه دی، چې مرقد یې اوس هم د هند په پلازمېنه ډیلي کې د خاصو او عامو لپاره د روحاني تسکین مرجع ده. پلار يې له بخارا وو چې لاهور ته مهاجر شو، او هماغه ځای کې نظام الدین سترګې نړۍ ته پرانیستې. په ۵ کلنۍ کې خپل پلار یې له لاسه ورکړ او مور یې د هغه مسوولیت په غاړه واخیست. دغه روحاني شخصيت د ډېرې ستړي ارګاه بارګاه او لنګر څښتن وو ،چې بې شمېره مریدان او عقیدتمندان یې درلودل. څرنګه یې چې د ولایت اوازې تر ډېرو لرې ځایونو پورې تللې، وې نو د هندوستان له هر ګوټ څخه پرې ارادتمندان رامات ول.

ویل کېږي چې په هماغه زمانه کې په ډیلي کې یو غوث هم اوسېده. د اهل تصوف له قوله غوث د مرتبې له لحاظه تر ټولو اوچټ ولي وي او د نړۍ د ټولو اولیاوو کرامو روحاني مشر او استاد وي. ویل کېږي چې په دغه هر عصر کې په نړۍ کې یو غوث وي چې د الله دغه نیک بنده د ټولې دنیا د اولیاوو روحاني چارې پرمخ بیایي.
خو دغه غوث چا نه پېژانده ځکه چې ده د ملنګۍ ژوند غوړه کړی وو، نه یې دربار درلود او نه مریدان، نه یې چا مخکې ځغاستل نه شا ته، بلکې هغو خلکو ته یې ریاکاران ویل چې د ولایت او کرامت تر نامه لاندې یې خپلو ځان او کورنیو ته د جلال اباد، ارام او هوساینې څخه ډک ژوند برابر کړی وو. ده شهرت نه خوښاوه او د ډیلي په کوڅو کې به تل د یو عام ملنګ په جامه کې ګرځېده.

وایي چې د ژمي یوه ورځ دغه غوث د ډیلي په کومه کوڅه کې لمر ته ناست په فکري عبادت بوخت وو چې د خلکو شور او زوږ او هرې خوا ته د وارخطایۍ په حالت کې منډو یې د مراقبې لړۍ ور خرابه کړه. نږدې وو چې د خلکو په هجوم کې تر پښو لاندې شي، نو د مجبوریت له مخې له خپله ځایه پاڅېده او یو سړي ته چې لښته یې په لاس کې وه او داسې ښکارېده چې د لارې څخه د خلکو د لرې کولو وظیفه ورسپارل شوې، نږدې ورغلو او پوښتنه یې ورځني وکړه چې خلک ولې داسې په وارخطایۍ منډې وهي؟ سیلاب راغلو او که کوم لښکر په ډیلي د راختلو تکل کړی، سړۍ په ډېره قهرجنه لهجه ورته وویل چې ملنګه له مخې لرې شه چې اوس نظام الدین اولیا له خپلو مریدانو سره په دې لاره تېریږي! هسې نه چې د چا تر پښو لاندې شې.
نظام الدین اولیا په ۷۲۵ په ډیلي کې له دې نړۍ څخه خدای پاماني وکړه او همالته یې مقبره ده.

وروستي مطالب