روغه سټه

نسوار مو په سرطان اخته کوي؛ خو څنګه کولی شو چې دا ناوړه عمل پریږدو؟

لیکنه: ياران

ژباړه: بختي جان مراد

نسوار یو له نشه کوونکو عملونو ډیر مروجه او زیاته استعمالیدونکې نشه ده.

نسوار شنه رنګه ماده ده، چې له رنګه ښه، خو په حقیقت کې ډیر خطرناکه ده.
که چیرته په دوامداره توګه ترې استفاده وکړئ، د سرطان مرګونې ناروغۍ سره مخ کیدای شئ.

له بده مرغه په دغه نشه د سپین ږیرو تر څنګ تر ډیره ځوان قشر هم اخته دی.

که له یو نسوارکونکي شخص پوښتنه وکړي چې ولې دا عمل ترسره کوي؟
بیدون له شکه به درته ووایي، زه یې له مجبورۍ ورځې استعمالوم، خو دا خبره په مطلق ډول غلطه ده، ځکه نشه کول په عمومي توګه له مستۍ ترسره کیږي، په دې کې مجبوریت یوازې او یوازې په ځان کنټرول له لاسه ورکول ښودل شوي.

۱ – نسوار څه شی دی؟
دا یوه شنه رنګه ترخه ماده ده، چې د تنباکو له پاڼو او ډکو برابریږي.

خلک یې په بېلابېلو ډولونو استعمالوي، لکه په شونډه کې ایښودل، د پزې له لارې او د بوی کولو په واسطه هم اسعمالوي.

له استعمال ورسته بیا دغه ماده، په شیره بدلیږي، دغه شېره د غاښونو او وریو لپاره ډول ډول خطرناکې ناروغۍ رامنځته کوي.

اوږد مهاله تاوانونه؛
د نسوارو په دوامداره توګه استعمال تاسو ته دغه ناروغۍ رامنځته کوي؛ د سر درد، سر ګرځیدل، زړه بدوالی، د معدې تیزابي کیدل، په ځېنو وختونو کې غیری ارادي حرکات ترسره کول، د سترګو دید کمزوری کول، د غاښونو ورستیدل، د خولې ډول ډول ناروغۍ پیدا کول، بی خوبي، په ذهني توګه ستړیا، د لاسونو لړزیدل او د وېنې فشار لوړیدل، دا هغه څه دي چې د نسوارو په استعمال سره یې، تاسو ځانته پیدا کولی شئ.

له دې سره سره د ستوني سرطان وژونکې ناروغۍ د نسوارو د استعمال په اساس رامنځته کیږي.

افغانستان کې نصوار په دې ډول جوړیږي

بله لویه ستونزه چې تاسو ته یې رامنځته کوي، هغه په رواني لحاظ ده. کله چې تاسو له یو مشکل سره مخ کیږئ، په دغه وخت کې ستاسو فکر او سوچ نسوارو اچولو ته راوړي، چې دا خپله یوه رواني ستونزه ده.

ددې ستونزې د رامنځته کیدو یو بل لوی لامل د خرڅونکو تر منځ رقابت ښودل شوی، ځکه د ښه تاثیر کولو په موخه بېلابیل کیماوي مواد پکې استفاده کوي، چې ګڼل شمیر ستونزې رامنځته کولی شي.

ولی د خبرو کولو پرمهال نسواراستعمالوئ؟
یو شمیر خلک شته چې د خبرو پرمهال په غیری ارادي توګه نسوار استعمالوي. چې دا خپله یو ډول روانې ستونزه ده.

بله دا چې نسوارو استعمالول د خبرو پرمهال ستاسې په شخصیت ناوړه اغیز شیندلی شي او یو ډول بد تصویر د مخاطیبنو په اذهانو کې رامنځته کوي.

د نسوارو زیات استعمال د افغانستان او پاکستان کې خلک کوي.

څنګه کولی شو له نسوارو عمل ځان خلاص کړو؟
له ټولو لومړی د پریښودلو ښه او مناسبه لاره په فکري او جسمي توګه ځان چمتو کول دي، تر څو په قوي او پیاوړي اراده سره د پریښودو پریکړه په ځان عملي کړو او داسې له ځانه سره فرض کړو، چې خلک راته په ټولنه کې په سمه سترګه نه ګوري نو داسې حالاتو کې تاسو په دغه چاره بریالي کیدای شئ.

یو څه چې تاسو شاید ورسره مخ شئ، د پریښودو په صورت کې هغه د ستوني درد دی، د بدن د نور غړو نارامه کیدل او دیته ورته نورې ستونزې چې تاسو به ورسره مخ شئ او تاسو به دیته وهڅوي چې بیرته یاد عمل ته راوګرځئ.

خو دلته بیا هم د قوي ارادې او تصمیم شتون نشي کولی تاسو پخوانې حالات ته وروګرځوي.

بله مهمه خبره دا ده چې، د هغه خلکو له ناستې ولاړې تر یو وخته فاصله واخلئ چې تاسو دغه عمل ته تشویق کوي او یا یې پخوا تاسو ته د نسوار د یو ښه ملګري په توګه معرفي کړی وي.
ددې ترڅنګه ستاسو سره ورزش کول هم ډیره مرسته کولی شي، ځکه ورزش د بدن په سالم ساتلو کې ډیر اړین رول لرلی شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران