مارچ 4, 2021

نجیب الله ترکي د ۱۸ بونډریانو په ملتیا ننګرهار ته اتلولي ورکړه.

ليکنه: سميع الله درانی
د ولایتي سیالیو پایلوبه نن د جمعې په ورځ د ننګرهار او کابل لوبډلو ترمنځ په خوست ولایت کې ترسره شوه.
ننګرهار د پچې په ګټلو سره توپ اچونه وکړه، کابل لوبډلې په ۵۰ اورونوکې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ضیاء الحق امرخېل د ۸۴ منډو او د امان الله رفیقي د ۵۲ منډو په مرسته ۲۷۳ منډې وکړې.
زُبېد اکبري درې، ولي اغا او فرهاد مومند دوه، دوه وېکټې واخېستې.
ننګرهار دا هدف په څلوردېرشم اوور کې ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبډلمشر نجیب ترکي ۱۲۱ منډو په مرسته پوره کړ او کابل ته یې په ۷ وېکټو او کابو ۱۶ اورونو ماته ورکړه.
نجیب ترکی د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو، هغه په ۹۰ توپونو د ۹ شپږیزو او ۹ څلوریزو په مرسته ۱۲۱ منډې وکړې.
ننګرهار په دې سیالیو کې د پایلوبې په ګډون څلور لوبې وکړې، چې ټولې یې وګټلې او اتلولي یې واخېسته.
دا سیالۍ د جولای په ۳۱ مه نېټه په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د ۸ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، چې ننګرهار او کابل پکې پایلوبې ته رارسېدلي وو.
ننګرهار د دې سیالیو لپاره تر ډېره ځوانه لوبډله جوړه کړې وه او همدا علت و، چې د ګوتو په شمار زړو لوبغاړو په ګډون دا لوبډله تر نورو ټولو ښه وځلېده.
بل پلو ختیځ یا په ځانګړي ډول ننګرهار د افغانستان د اوسني کرکټ کور بلل کېږي او همدا علت دی، چې دلته کرکټ ته ډېر کار شوی او له اکاډومیو ځوانې هستۍ لوبډلې ته ورځي او تر ډېره ښه ځلېږي.