افغانستان ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

نجیبه فیض د لومړي ځل لپاره اعتکاف ته کښېنستلې+ویډیو

د هیواد نوموتې اداکاره او د ټلوېزیوني خپرونو چلونکې نجیبه فیض د لومړي ځل لپاره د روژې مبارکي میاشتي په پاته لس ورځو کي خپل کور اعتکاف ته کښېنستلې.

نجیبې فیض پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي پرون چهارشنبه خپره کړې ویډیو کي ویلي، غواړم د خدای ج شکر ادا کړم او تر اختره پوري اعتکاف کي کښېنم، د خدای ج ذکر وکړم او خپل عبادت وکړم.

هغې ویلي که څه هم دوستانو ورته ویلي، چي اعتکاف ته لوېدل سخت کار دئ، خو ما یې ځواب کي ویلي، چي زه هلته یوازي نه یم هلته زما سره خدای ج دئ.

هغې په یادي خپرې کړې ویډیو کي ویلي:

«زه نن زیاته خوشحاله یم، چي لسو شپو ته اعتکاف لپاره کښېنمه، زما په ژوند کي دا اولنۍ تجربه ده، ځینو دوستانو دا راته ویلي دي چي دا سخت کار دئ، ځکه چي موږ هر وخت موبایل کي له سوشل میډیا او ملګرو سره یو، خو زه ورته وایم، چي زه یوازي اعتکاف کي یوازي نه یم زما سره الله ج او قران شریف به وي او زما عبادتونه به وي.»

نجیبې فیض ویلي، چي دا به مي د ژوند تر ټولو خوږه خاطره وي او د ژوند تر ټولو خوږې شپې او ورځي به مي هم وي.

 

نجیبې ددې ترڅنګ د یادي ویډيو سره پر پوسټ دا خبري هم ویلي:

«زه نوره له سوشل میډیا، رسنیو او ټولو مینوالو څخه رخصت اخلم، نور به زما د سوشل میډیا اکاونټونه تش وي، ځکه زه اعتکاف ته ننوزم، ماته الله ج ښه ژوند، ښه دوستان، ښه کورنۍ، ښه شهرت او ستاسو غوندي ښه مینوال راکړي دي، زه غواړم د خدای شکر اداکړم او تر اختره پوري په اعتکاف(خلوت) کي کښېنم تر څو د خدای ج ذکر وکړم، تاسو ماته دعا وکړی او زبه به تاسو ته دوعا وکړم.»

نجیبې په وروستیو کي له ټولو هیوادوالو غوښتي، چي په ګډه د هیواد لپاره دعا وکړي، تر څو جګړه ختمه شي او سوله راشي.

اعتکاف زموږ د خوږ پیغمبر حضرت الله محمد ص سنت طریقه ده، چي د روژې مبارکي میاشتي په وروستیو لسو ورځو کي ئې ګڼ شمېر مسلمانان ځانګړي او په جلا ډول عباد ته وقف کوي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ

۱ تبصره