مارچ 8, 2021

نجونې او هلکان ولې نکریزي استعمالوي؛ د ځوانانو نظرونه

Advertisements

نکریزې د افغانستان په ګډون د اسيا په نورو هيوادونو كي د خوښيو شپو ورځو او د رواجونو پر وخت ترې استفاده کېږي.
د ننګرهار اوسیدونکې سکینه یاران ته وایي، نجونې له نکریزو سره زیاته مینه لري او ډېری وخت د خوښۍ د مراسمو پر مهال نکریزې استعمالوي.
هغه وایي نکریزې مو د هیواد یو ملې دود دی او کله چې خوښي راځي نو د نکریزو استعمال یې یو له مهمو برخو څخه ګڼل کیږي.
سکینه زیاتوي چې له نکریزو پرته مو ژوند بې رنګه دی او نکریزې هغه څه دي چې موږ یې د نیک بخت لپاره هم ترې استفاده کوو.
سکینه وایي د کلې دود مو داسې دی چې کله نجونې ودیږي که نکریزې ورته په واده کې په لاس پورې نه شوي نو د راتلونکي لپاره ورته لوی پیغور جوړیږي او هر څوک یې د سپیرې ناوې په نوم یادوي.
نکریزې نه یوازې دا چې نجونې استعمالوي بلکې هلکان یې هم کله کله د خوښۍ په مراسمو کې کاروي.
د لغمان اوسیدونکی سمسور وایي«نکریزې موږ ته خوښۍ راکوي او مرور یاران پخلا کوي.»
سمسور وویل، کله چې د ملګرو یا د کورنۍ د کوم غړي د واده مراسم ترسره کیږي، دوستان راټولیږي او د زوم کورته نکریزې وړي هلته نڅاوې کوي، سندرې وایي، د یو بل په لاسونو نکریزې پوري کوي او خوښۍ لمانځي.
بل خوا د ننګرهار د یو تن نکریزې پلورونکي خان محمد مو د نکریزو د بازار په اړه وپوښتل.
هغه وایي، د نکریزو بازار هیڅکله هم له منځه نه ځي او هر کله نکریزې پلورل کیږي خو په اخترونو کې د نکریزو بازار زیات وي.
نوموړي زیاته کړه! هره ورځ په لسګونو خلک د محفلونو، ودونو او د نورو خوښیو د لمانځلو لپاره نکریزې اخلي.
نکریزې نه یواځې دا چې په خوښیو کې د رواج په ډول استفاده کېږي بلکې روغتیایي ګټې هم ډېرې لري.
د نکریزو په اړه مو له یوه ډاکټر وپوښتل، هغه وویل نکریزې نه یوازې دا چې د خوښیو د مراسمو لپاره وکارول شي بلکې روغتیایي ګټي هم زیاتې لري.
د هغه په وینا، که په نکریزو باندې سمه څېړنه وشي نو د ورځني ژوند د ډېرو ناروغیو درملنه ده.
ډاکټر زیاتوي، چې د پوستکې د زیاتو ناروغیو لپاره هم ډېرې ګټوري دي او بل دا چې په زیاتو درملو کې هم له نکریزو استفاده کیږي.
د طبي كارپوهانو څېړنې ښيي چې د نكريزو يو ښه والى دا دى چي خوب راوړي.
د هغوی په وینا كه د نکریزې تازه ګل يا پاڼه په بالښت كي كېښودل شي نو انسان کولای شي په اسانۍ ویده شي.
په همدې حال کې د میراکا په نوم یو کوچی مو وپوښت، هغه وویل؛ نکریزې د پسه د ټوخي لپاره ګټورې دي.
د کوچي په خبره کله چې پسه د ژمي په موسم کې ټوخیږي نو لږ اندازه نکریزې لمدوي او پسه ته یې ورکوي نو د پسه تکلیف په بشپړ ډول له منځه ځي.
میراکا وایي چې کله یې پسونه د اوړي ګرمۍ ووهي نو هغه وخت هم له وطنۍ نکریزو استفاده کوي.
نو له دې ټولو لاملونو معلومېږي چې نکريزې د ډول یا سینګار ترڅنګ ډېرې روغتيايي ګټې هم لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ