نجلۍ باید کومې ځانګړنې ولري، چې له هغې سره واده وکړو؟

د واده لپاره د نجلۍ ټاکل اسانه کار نه دی. خو که چېرې د يوې غوره نجلۍ په ځانګړنو پوه شئ کولای شئ چې په اسانۍ سره خپله مېرمن وټاکئ او تر واده وروسته ورسره ښه او خوشاله ژوند ولرئ. په هرې ټولنې کې داسې ډېرې نجونې شته چې له هغو سره واده کول د انسان د پرمختګ او هوساينې لامل کېږي، خو ځينې نارينه چې واده نه کوي د هغوی د واده کولو يوازينی لامل همدا دی چې د خپلې خوښې نجلۍ نه پيدا کوي او له دې ډارېږي که چېرې له يوې نجلۍ سره واده وکړي او تر واده وروسته هغه نجلۍ ورسره سم ژوند جوړ نه کړای شي په ژوند کې به یې ډېرې ستونزې رامنځته شي.

په نننۍ لیکنه کې موږ د نجونو هغه ځانګړنې درته لیکو که چېرې په يوې نجلۍ کې وي نو په ډاډه زړه ورسره واده کولای شئ، ځکه هغه نجلۍ چې دا ځانګړنې ولري د ژوند کولو لپاره تر ټولو غوره نجونې دي.

لومړی- خپلې کورنۍ ته درناوی ولري

هغه نجلۍ چې خپلې کورنۍ ته درناوی کوي هغه خپل ځان او خپلو باورونو ته هم درناوی کوي او تر واده وروسته به تاسو او ستاسو کورنۍ ته هم درناوی ولري. هغه نجونې چې خپلې کورنۍ ته درناوی نه کوي او د هغوی شتون ورته ارزښت نه لري، واده کول ورسره تېروتنه ده، ځکه چې دا ډول نجونې د کورنۍ په ارزښت نه پوهېږي او کېدای شي تر واده وروسته تاسو او ستاسو کورنۍ ته هم ارزښت ور نه کړي. نو د خپلې مېرمنې په ټاکلو کې پام وکړئ چې له يوې درنې کورنۍ نه وي او خپلې کورنۍ او خپل پښت او نسب ته درناوی ولري.

دویم- هوښیاره وي

هر څومره چې يوه نجلۍ هوښیاره وي هغومره په ټولنه کې ښه او هوسا ژوند کولای شي. هوښیاره نجلۍ په دې پوهېږي چې څنګه د کور چارې پرمخ يوسي او له نورو سره څه ډول ګډ ژوند وکړي. هڅه وکړئ چې داسې نجلۍ د واده لپاره وټاکئ چې د هوښیارۍ ترڅنګ ښه اخلاق ولري، مهربانه وي، د ژوند کولو په اصولو پوهه شي، فدا کاره وي او په ټولنه کې له نورو سره ښې اړيکې ولري.

درېيم- د پرېکړې خپلواکي ولري

د واده کولو لپاره داسې نجلۍ غوره کړئ چې وکولای شي د خپل ژوند پریکړې خپله وکړي تر څو په راتلونکي کې د ژوند چارو او ستونزو کې وکولای شئ له هغې نه مشوره واخلئ او له تاسو سره د ښه ژوند په جوړولو کې مرسته وکړي. هغه نجونې چې د خپل ژوند هره پریکړه د نورو په خوښه کوي او تل د نورو په خبرو خپله پرېکړه بدلوي د واده کولو لپاره مناسبه نجونې نه دي.

څلورم- مسؤولیت منونکې وي

د واده کولو لپاره داسې نجلۍ وټاکئ چې د خپلې کورنۍ او ورځنيو چارو مسوولیت منونکې وي. هغه نجونې چې د پلار په کور کې کار نه کوي او د خپلې کورنۍ اقتصاد ته فکر نه کوي د واده کولو لپاره مناسبې نه دي، ځکه دوی نه شي کولای چې تر واده وروسته يو ښه ګډ ژوند جوړ کړي. ځکه هغه نجونې چې د پلار په کور کې مسوولیت منونکې نه وي تر واده وروسته په خپل ګډ ژوند کې هم د مسوولیت احساس نه کوي او دا‌ ډول نجونې ستاسو د شاته پاتې کېدو لامل کېږي، نو دا ډول نجونو سره واده مه کوئ!

پینځم- له نورو نجونو نه توپیر ولري

هغه نجلۍ چې تاسو غواړئ ورسره واده وکړئ باید له نورو عادي نجونو سره په اخلاقو او چلند کې توپیر ولري. هڅه وکړئ د واده لپاره داسې نجلۍ وټاکئ چې مغروره خو مهربانه وي او تاسو د هغې په څنګ کې د ارامتیا احساس وکړئ.

شپږم- د اعتماد وړ وي

له داسې نجلۍ سره واده وکړئ چې رښتينې وي، تل مثبتې کړنې ترسره کړي او له بدو کړنو نه لرې وي. دا ډول نجونې په راتلونکي کې تاسو ته له هوساینی ډک ژوند جوړوي او تاسو کولای شئ چې په اسانۍ سره ورباندې باور وکړئ! په کور کې د داسې مېرمنې شتون تاسو ته د ارامښت او امنیت احساس درکوي.

اووم- ستاسو د پرمختګ لامل شي

له يوې نجلۍ سره واده کول کېدای شي تاسو ته اقتصادي، ټولنیزې او ان روحي ضربه ورسوي، خو برعکس له هغې نجلۍ سره چې واده کوئ کېدای شي ستاسو د پرمختګ لامل شي او ستاسو د اقتصاد د پياوړتیا، په ټولنه کې ستاسو د سر لوړي او ستاسو د روح د ارامښت لامل شي. نو هڅه وکړئ چې د واده کولو لپاره هغه نجلۍ وټاکئ چې په خپل شخصي ژوند کې یې پرمختګ کړی وي. هغه نجونې چې په خپل شخصي ژوند کې پرمختګ کوي ستاسو د پرمختګ لامل هم کېږي.

په پای کې باید یادونه وکړم چې واده کول کومه لوبه نه ده، دا هغه اړیکه ده چې د ژوند تر پایه به دوام ولري، نو هڅه وکړئ چې د واده کولو لپاره داسې نجلۍ وټاکئ چې له واده مخکې له هر اړخ نه پوره نجلۍ وي، تر څېرې او ښکلا یې، اخلاق ډېر مهم دی او باید په ټولنه کې يو ځانګړی شخصیت ولري.

وروستي مطالب