نبیل: طالبان د اقتصادي شریانونو د کنټرول په هڅه کې دي

د هېواد د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل یو ځل بیا پر حکومت نیوکه کړې چې ګوندې پر غلطو سیاسي معاملو بوخت دی.

نبیل پر خپله ټویټرپاڼه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې طالبان د لویو لارو چې نوموړي اقتصادي شریانونه بللي دي د کنټرول په هڅه کې دي خو حکومت پر غلطو سیاسي معاملو بوخت دی.

هغه د هېواد پر سیاسیونو غږ کړی دی چې روانه جګړه دې د ستراتیژیک او ژورلید له نظره وګوري او د ځان د غوښتنو پر ځای دې د هېواد د ژغورنې هوډ وکړي ګنې د ده په وینا د افغانستان ستونزې به لا ډېرې شي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې ټاکل شوې د روان کال د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

په ورته وخت کې بیا پخواني ولسمشر حامد کرزي له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې امریکا په تېر ۱۹ کلن ماموریت کې په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه د جګړې له دواړو لورو ملاتړ کړی دی.

د هغه په خبره په افغانستان کې یې له افغان حکومت نظامي ملاتړ کاوه خو له پاکستان سره یې هم مالي مرستې کولې په داسې حال کې چې دغه هېواد د طالبانو تر ټولو ستر ملاتړی و.

نوموړي ویلي امریکا نه یوازې دا چې دلته د جګړې ملاتړ کړی بلکې په خپلو هوایي بریدونو کې یې ګڼ افغانان وژلي او کلي یې وران کړي دي.

نوموړی ټینګار کوي چې اوس هم پاکستان په افغانستان کې د روانې جګړې تر شا ولاړ دی او لا هم افغانستان ته بمونه او وسلې رالېږي.

هغه زیاته کړې دلته د پاکستان او نورو هېوادونو د ګټو جګړه روانه ده او ددې اړتیا ده چې نړیوال ژر تر ژره دغه جګړه پای ته ورسوي.

هغه پاکستان ته په خطاب ویلي چې په جګړو او وژلو خپلو موخو ته نه شي رسېدلی او افغانان به یې د هر ډول دسیسو پر وړاندې مقاومت وکړي.

حامد کرزي تمه ښودلې چې طالبان د سولې په روانه پروسه کې له افغانانو سره مخامخ خبرو ته حاضر شي، د پردیو د ګټو لپاره روانه جګړه دې ختمه شي او افغانان دې په خپلو کې سره یو لاس شي.

ښاغلي کرزي دا هم ویلي چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته افغان جګړې ته مذهبي رنګ ورکول نه دي په کار، ځکه د پردیو د ګټو جګړه ده او تر هغه به دوی د جګړې ملاتړ کوي چې ګټې یې نه وي خوندي شوې.

وروستي مطالب