افغانستان سپورټ کرکټ وزش او تمرین

محمدنبي: موږ یووالی لرو او یوازې د هیواد لپاره لوبې کوو.

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې تکړه الراونډر لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، موږ د لوبغاړو ترمنځ یووالی لرو او د خپل هیواد او ملت لپاره لوبې کوو.

محمد نبي د کریک ټرایکر ورزشې ویبپاڼې سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلې، موږ هڅه کوو تل د لوبغاړو ترمنځ یووالی وساتو.

نبي ویلې، کله چې ټیم کې یووالی نه وي، نو بیا لوبې نه ګټل کیږي.

محمدنبي زیاته کړه:

«موږ د لوبغاړو ترمنځ اتحاد لرو، موږ یوازې د خپل هیواد او ملت لپاره لوبې کوو. کله چې موږ نړیوالو لوبو ته ځو یوازې په دې فکر نه ځو چې لوبې وکړو، بلکې موږ غواړو لوبې وګټو. دا چې موږ په چټکۍ سره پرمختګ وکړ، دا د ټولو افغان لوبغاړو هڅې وې.»

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دې الراونډر لوبغاړي د کریک ټرایکر ویبپاڼې سره یادي مرکه کې د افغان کرکټ ملې لوبډلې پر بشپړ چمتوالي هم خبرې وکړې.

نبي زیاته کړه، چې افغان کرکټ ملې لوبډله به شل اوریزه نړیوال جام کې ښې لوبې ترسره کړي.

د هغه په خبره:

«ان شاء الله که نړیوال جام روان کال اسټرالیا کې ترسره شي زموږ لوبډله به ښې لوبې ترسره کړي. ځکه د اسټرالیا پيچونه توپوهنې ته ښه برابر دي.»

تر دې مخکې د افغان کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان او نوموتې توپوهونکې او ویکټ ساتونکې شهزاد محمدي هم راتلونکې نړیوال جام کې د افغان لوبډلې پر ښه ځلېدو څرګندونې کړې.

دوی ویلې، چي افغان لوبډله به په اسیا او شل اوریزه نړیوال جام کې تر نیمه پایلوبې او یا هم پایلوبې پوري ځان ورسوي.

د دوی په خبره، چې افغان کرکټ ملې لوبډله په شل اوریزه فارمټ کې غوره لوبغاړي لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ